ايکنانیوز د آناتولي راپور راکړی، د هغه سړي محکوميت چې په لندن کې د ترکيې قونسلګرۍ ته نږدې ئې د قرآن يوې نسخې د سوځولو په جرم جريمه شوې وه، د « د بیان د ازادۍ» په پلمه لغوه شو.
۵۱ کلن، حميد جوشکون، د فروري په ۱۳ په داسې حال کې چې د قرآن يوه نسخه ئې په لاس کې درلوده، د اسلام په اړه ئې سپکې خبرې وکړې.
په جون میاشت کې، هغه په وسټ مينستر محکمې کې د دیني عامه نظم دخلاف ورزۍ په جرم مجرم وپېژندل شو او په ۲۴۰ پاؤنډ نغدو جريمه شو.
د جوشکون وکيلانو د صادرې شوې فيصلې پرڅرنمګوالي اعتراض وکړ او دا محاکمه ئې په برتانیې کې په ۲۰۰۸ کال کې د مقدساتو د توهين د قانون لغوه کېدو ته د کړې هڅې په توګه ګڼلې ده . هغه له تورونو څخه په انکار سره په ټولنيزو رسنيو کې اعلان کړ چې د ترکيې حکومت پر ضد ئې احتجاج کړی دی.
د برتانیې ملي سکولر ټولنه چې د قرآن د دغه سپکاوي کونکي د وکالت لګښت برخه ئې چمتو کړې وه، ادعا وکړه چې دا محاکمه د بیان ازادۍ ته لوي ګوزار دی او د برتانیې محافظه کار ګوند هم دا ادعا تکرار کړه.
قاضي بنټن د جمعې په ورځ په ساوټ ورک سلطنتي محکمې کې وويل چې که څه هم د قرآن سوځول ممکنه ده هغه څه وي چې ډېر مسلمانان ئې ډېر ناراضه کوونکي او سپک کار ګڼي، خو دبیان د ازادۍ حق دې هغو ليدنو کې شامل وي چې سپک ، حيران شوونکي يا آزار ورکوونکي وي.
دغه قاضي ادعا وکړه: مونږ په يو ليبرال ډيموکراسۍ کې ژوند کوو. هغه ارزښتناک حق چې مونږ ته راکړل شوی دی، دا دی چې خپل نظرونه څرګند کړو او پرته له حکومتي مداخلې، ايډياګانې ولولو، واورو او وڅېړو.
هغه دوام ورکړ: د دې کار لپاره چې مونږ بیّه کوو، دا دی چې نورو ته اجازت ورکړو چې له دې حقوقو څخه ګټه واخلي، حتی که دا کار مونږ ناراضي، ناخوښه يا حيران کړي. په انگلستان او ولز کې د کفر ډوله قوانين په ۲۰۰۸ کال کې او په سکاټلینډ کې په ۲۰۲۱ کال کې لغوه شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4309994