ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د جنوبي آسیا ټایمز خپرونې د تجزئې او خبري ویب پاڼې په راپور کې ویل شوي چې پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ وروستئ نښتې داسې مهال کېږي چې دا هېواد بیا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ شوی دی.
د پارس ټوډي په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د پوځونو له وتلو راهیسې، د جنوبي آسیا امنیتي شرایط ډیر نازک شوي دي او پاکستان، چې کلونه کلونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کې دی، د ترهه ګرو حملو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
د شته راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ترهه ګرئ اندازه تر پام وړ پورې زیاته شوې ده او یوازې په خیبر پښتونخوا صوبې کې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۰۰ څخه زیاتې حملې ثبت شوې دي.
تحلیلګران دا باور لري چې د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پی نفوذ د دغه هېواد له حدودو بهر غزیدلی دی او د القاعدې او داعش په څير له تروریستي ډلو سره ئې ژورې اړیکې جوړې کړې دي. دا آئیډیالوژیکيیووالی کولای شي د سیمې په کچه او له هغې بهر د سخت دریځۍ خپریدو لامل شي؛ په ځانګړې توګه چې د افغانستان د طالبانو د واکمنۍ بیرته ګرځیدو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وړاندې د هغوی د مؤثره اقداماتو د نشتوالي له امله، د افغانستان د یوې نوې نړیوالې ترهه ګرۍ پایښتې په توګه د بدلیدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دا بدلونونه جدي پایلې د نړیوالې کچې اقتصادي او سیاسي ثبات د رلودلی شي. مهم اقتصادي پروژې لکه "د چین-پاکستان اقتصادي کریډور" او د برېښنا د انتقال "کاسا-۱۰۰۰" پلان، په ډیر ډول د افغانستان او پاکستان په ثبات پورې تړلي دي. که تاوتریخوالی او تروریستي فعالیتونه خپاره شي، نو دا پروژې او ورسره نړیوالې اقتصادي ګټې به هم په خطرې کې واچول شي.
د دغو شرایطو په پام کې په نیولو سره، د نړیوالې ملګرتیا اړتیا،له ترهه ګرئ سره په مبارزې کې ډېره احساسېږي. پاکستان، چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ئې ډېره لویه بّیه ورکړې ده،نشي کولای چې په خپله له دغو ننګونو سره مخامخ شي. وروستي بدلونونه ښئي چې تروریزم یوه نړیواله او ایډیالوژیکه بلا ده چې نړیوالې پاملرنې او اقداماتو ته اړتیا لري.
په پاي کې، د جنوبي آسیا ثبات نه یوازې د پاکستان په ملي ګټو پورې تړلی دی، بلکې په نړیوالې سولې او ثبات پورې هم اړه لري. که نړیواله ټولنه امنیتي ګواښونو ته د جغرافیائي او محدود لید په زاوئې سره وګوري، نو ممکنه ده ډير زر له داسې بوږنونکو پایلو به سره مخ شي چې د هغوی اغیزې به په ټولې نړۍ کې احساس شي.
https://parstoday.ir/fa/world-i24906