IQNA

په غزې کې د قرآن د حافظانو د زیاتوالي رازونه: د یو خوشي شوي فلسطیني روایت

16:17 - October 26, 2025
د خبر لمبر: 3491920
 ایکنا - یوه فلسطینۍ بندي چې د صهیونیسټي رژیم له زندانونوخوشی شوی،په غزې کې له سختو شرایطو سره سره د قرآن کریم د حفظ کونکو د  زیاتوالي  څلور رازونه   تشریح کړل.

 ایکنا په راپور   د الجزیرې  له قوله راپور راکوي ، یو فلسطیني چې په همداوروستیو کې د صهیونیسټ رژيم له بنده خوشی شوی، په یوه مرکه کې په غزې کې د قرآن حفظ د پراخیدو راز روښانه کړ.

د الجزیرې  چینل د «ایام الله»  په نامه پروګرام کې  د غزې د وقف وزارت د امام جماعت او واعظ، او له صهونیسټي بنده خوشی شوي  فلسطیني بندي شیخ ناجي الجعفراوي،چې يه غزې تړانګې کې د جګړې، کلابندۍ او کنډوالو په شتون کې د خداي د  کتاب د حفظ کونکو د نسل د  روزنې په اړه د  خپلو رودو په باب خبرې وکړې.

الجعفراوي د یو لیدونکي د پوښتنې په ځواب کې چې په  غزې کې د ممتاز حفظ کونکو د شتون راز څه دی، وویل: «پلان جوړونه او  منظمول  د بریالۍ او اغېزشیندونکې پایلې لامل کیږي. له دې امله، منظم پروګرام  چې د حفظ کونکو ترمنځ شخصي ځانګړنې لکه عمر، جنس او د تعلیم سطح په پام کې نیسي، اړینې دي. دا لومړی راز دی.

هغه زیاته کړه: «دوهم مهم ټکی دا دی چې د قرآن کریم د تلاوت پر مهال د لوړ غږ (روخوانی) روده  وکارول شي. شخص یوه پاڼه حفظ کوي، بیا دوه پاڼې یا دوه پاڼې یوځای، او همداسې پیاوړی کوي ئې . یا پنځه پاڼې یوځای یا لس پاڼې یوځای حفظ کوي. حفظ کوونکی بلې سورې ته   ځي  څو چې پخوانۍ برخه له لومړۍ آیت څخه تر وروستۍ آیت پورې په بشپړه توګه ئې  نه وي  حفظ کړي،  دا هغه غوره روده وه  چې مونږ تجروبه کړې ده .

هغه دوام ورکړ: «له دې امله ده چې مونږ  داسې پایلې ولیدې چې تاسو ټول ئې ګورئ؛ هغه وخت چې په دوو کلونو کې د جګړې په جریان کې، د الله کتاب له ۱۵۰۰ څخه زیات سړي  او ښځې حفظ کونکي ، زموږ په کنډواله  شوي  مسجدونو   کې  ناست وو او قرآن کریم  ئې له  فاتحې سورې څخه تر سوره  ناس پورې په یوې غونډې کې د حفظ  له لارې تلاوت کړ.»

الجعفراوي تشریح کړه چې دریم ټکی دا دی چې وګړئ باید له هغه استاد څخه مرسته وغواړي چې هغه ئې ملګری وي. هر حفظ کوونکی باید یو داسې استاد ولري چې هغه ئې ملګری وي، له هغه سره د خدای  کتاب بار بار تلاؤت کړي او هغه  وهڅوي .

هغه یادونه وکړه،  څلورم ټکی دا دی چې حفظ کوونکی باید ملګری ولري چې هغه یې ملاتړ وکړي. الله تعالی فرمایي: «وَاجْعَلْ لِيْ وَزِيْرًا مِنْ أَهْلِيْ» (طه: ۲۹) یعنې: «  زما لپاره له زما کورنۍ څخه یو ملګری  او سلاکار راپه برخه کړې .» او فرمایي: «قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيْكَ» (قصص: ۲۸) یعنې: «  یوه  ورځ به  دې مټ د خپل ورور په وسیله ځواکمن کړم :: ددغه شان دوست  شتون لامل کیږی چې له هغه سره سیالی وکړو  او د خدای د کتاب په حفظ کې  به له هغه سره همدل شو.

الجعفراوي په پای کې وویل: «په نهایت  کې، حافظ  باید مرسته وغواړي. له الله تعالی څخه په ټولو حالاتو کې، په ټولو چارو کې، په ټولو وختونو کې، پخپلې  سجدې کې، دشپې په لمنځونو  کې او  تر دې چې له هغه  سره  مرسته وکړي او د قرآن حفظ ورته اسانه کړي. الله تعالی فرمایي: «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ» (القمر: ۱۷) یعنې: «او په حقیقت کې مو قرآن  د عبرت اخیستلو لپاره اسانه کړی دی، نو ایا کوم عبرت اخیستونکی شته؟  (القمر ۱۷

https://iqna.ir/fa/news/4312847

 

captcha