ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،روئيټرز خبری آژانس د پاکستان د یوه امنیتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلې او د مذاکراتو مېز ئې پرېښی دی.
د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو دویم پړاو په استانبول کې ترسره شو.
له دریو ورځو مذاکراتو وروسته، طالبانو او پاکستان یو بل تورن کړل چې نه غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي.
د طالبانو په وینا، پاکستان له دې ډلې غوښتي چې تحریک طالبان پاکستان د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپیژني او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په استانبول کې د طالبانو پلاوی د پریکړې کولو صلاحیت نه لري او له کندهار او کابله امرونه اخلي.
تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی و چې که د استانبول خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسیږي نو اسلام اباد به له طالبانو سره جګړې ته مخه کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166470