IQNA

 د پاکستان د ولسی جرګې مشر؛

د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ د اسلامي یووالي نښه ده 

14:21 - December 01, 2025
د خبر لمبر: 3492092
ایکنا - د پاکستان د ولسی جرګې مشر وویل چې قرآن کریم نړیوالې سیالۍ د اسلامي امت د یووالي سمبول دي او  دا مبارک آسماني  کتاب د ژوند بشپړ قانون دی چې بشریت ئې د ناپوهۍ له تیارو راویستی دی.

 ایکنانیوز د  brecorder  له قوله راپور راکړ، د پاکستان دولسی جرګې مشر سردار ایاز صادق، په اسلام‌اباد کې د قرآن لومړنئ نړیوالې سیالۍ د اسلامي نړۍ د یووالي نښه وبلله.

نوموړي، چې په اسلام‌اباد کې ئې د قرآئت نړیوالو سیالیو په مراسمو کې وینا کوله،په داسې معنوي او پرفیض غونډه کې ئې ګډون د برکت او ویاړ وړ وبلله.

سردار ایاز صادق د دغو مقدسو مراسمو په ترسره کېدو ژوره خوښي څرګنده کړه او د ۳۶ هېوادونو قاریانو ګډون ئې وستایه، چې د ده په وینا رښتیا هم د ستایلو وړ دی. هغه زیاته کړه چې دا سیالي یوازې د قرآن کریم د تلاوت د مهارتونو ننداره نه ده، بلکې د اسلامي نړۍ د یووالي یو پیاوړی سمبول دی.

هغه د فیدرالي مذهبي چارو له وزیر سردار یوسف څخه د دې مبارک محفل د ترسره کولو په خاطر مننه وکړه او وې ویل چې دا غونډه د اسلامي امت د قرآن کریم ګډ درناوی څرګندوي.

د پاکستان د ولسی جرګې مشر د قرآن کریم پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې دا مبارک آسماني کتاب د ژوند بشپړ قانون دی، داسې  کتاب چې بشریت یې د ناپوهۍ له تیارو راباسلی دی.

ایاز صادق د نړۍ د  ټولو ګډون کوونکو قاریانو لپاره د بریا هیله وکړه او د هغوی هڅې ئې وستایلې؛ داسې هڅې چې د قرآن کریم د قرائت د هنر د لوړتیا لپاره ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د دې لوي نړیوالو دیني مراسمو په کوربتوب سره هڅه کوي خپل کلتوري، معنوي او مذهبي دودونه نندارې ته وړاندې کړي او همدارنګه د اسلامي ملګرتیا موسیسې د غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

دغه سیالۍ د ځوانانو د هڅونې لپاره هم ترسره شوې څو د قرآن د معناوو په ژوره پوهيدا کې دلچسپي پیدا کړي او د تلاوت مقدس  سنت په بېلابېلو نسلونو کې ژوندی پاتې شي.  

https://iqna.ir/fa/news/4319828

captcha