
د ایکنا د پېښور د راپور له مخې، د حضرت فاطمه زهرا(س) د مبارکې زوکړې او د ور او ښځې د ورځې د لمانځنې په مناسبت، د پېښور د فرنټیّر کالج د ښځینه څانګې د محصلینو لپاره د ویناوو سیالي او سیمینار د «حضرت فاطمه(س) د القابو او ځانګړنو پر بنسټ د معاصر ژوندانه لارې چارې» تر سرلیک لاندې، د ایران د کلتوري مرکز په همکارۍ او د خیبر ایالت د منهاج القرآن د ښځو د څانګې په ګډون ترسره شو.
حسین چاقمي، چې په پېښور کې د ایران د کلتوري مرکز مسئول دی، وویل:
نن اسلامي ټولنه، په ځانګړې توګه ښځې، تر بل هر وخت د فاطمي ژوندانه سبک ته اړتیا لري؛ فاطمي ژوند د تعادل، عزت او فعاله ژوند نمونه ده، چې د خدای له مینې، عقلانیت، کورني محبت او ټولنیز مسئولیت څخه سرچینه اخلي.
هغه زیاته کړه: امام حسن(ع) فرمایي: ما ولیدل چې مور مې ټوله شپه تر سهاره د لمانځه پر جانماز ناسته وه، دعا یې کوله او د نورو لپاره یې دعا کوله. ما وویل:
مورې! ولې د ځان لپاره دعا نه کوې؟
هغې وفرمایل: «زویه! لومړی ګاونډی، بیا کور»
(یعنې لومړی نور، بیا ځان).
له دې کیسې درې ټکي زده کولی شو:
۱. انسان باید نړیوال فکر ولري، نه ځانمحوره.
۲. د ټولنې خیر دشخصي خیر نه مهم دی.
۳. د خدای لاره د خلکو له مینې تېرېږي.
حسین چاقمي د حضرت صدیقه طاهره(س) د «ممتحنه» لقب په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل:
حضرت فاطمه(س) د الهي سختو ازموینو پر مهال صابره وموندل شوه (فوجدک صابره). نن ورځ هم وینو چې د غزې ښځو، میندو او ماشومانو د صهیونیستي رژیم د سختو جنایتونو پر وړاندې فاطمي صبر نړۍ ته وښود.
د پای په برخه کې، د حضرت فاطمه زهرا(س) په اړه د علامه اقبال لاهوري مشهور شعر د ایران د کلتوري مرکز د مسئول له لوري ګډونوالو ته ولوستل شو.
ویناوالو او هغو نجونو چې د ویناوو په سیالۍ کې یې ګډون کړی و، حضرت فاطمه زهرا(س) د ښځو لپاره تر ټولو بشپړ الګو وبلله او ویې ویل:
موږ کولای شو د یوې ښځې، مور او لور په توګه د حضرت فاطمه(س) د ژوند مهم اصول د هغې له سیرت څخه راوباسو او د خپل ژوند مشال یې وګرځوو.
نجونو په خپلو ویناوو کې د اقبال، محسن نقوي او نورو نامتو شاعرانو شعرونه د حضرت فاطمه سلاماللهعلیها د فضیلت او شخصیت په اړه ولوستل.
د پروګرام په پای کې، د ویناوو د سیالۍ څلورو ګټونکو ته د ایران د کلتوري مرکز او د منهاج القرآن مؤسسې له لوري ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول، او ټولو ګډونوالو ته تصدیقلیکونه ورکړل شول. همدارنګه د ټولو مېلمنو درناوی او مېلمستیا وشوه.
د فرنټیّر کالج ښځینه څانګه، چې له ۷۴ کلونو څخه زیات تاریخ لري، یوازې یو تعلیمي مرکز نه، بلکې د پېښور د ټولنیز تاریخ یوه مهمه برخه ده. د خیبر ایالت ډېری لوستې ښځې، ښوونکې، ټولنیزې فعالانې او دولتي کارکوونکې د همدې کالج فارغې دي.
دا کالج له ۶۰۰۰ څخه زیاتې محصلینې او ۱۵۰ استادان لري، او په بشري علومو، کمپیوټر ساینس، کرنه، ژووپوهنه، اردو ژبه او ادبیات، حقوق، ارواپوهنه، سیاسي علومو او نورو څانګو کې د کارداني او لیسانس تر کچې زده کړې وړاندې کوي. دا کالج په ۱۹۴۹ کال کې تاسیس شوی او تر ننه فعال دی.
https://iqna.ir/fa/news/4322664