
ایکنانیوز د دنیانیوز له قوله راپور راکړی، په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کړکېچ خطرناک حد ته رسېدلی دی. اروپائي اتحادئې په رسمي ډول خبرداری ورکړی او د خطرې ټلۍ ئې کړنګولې ده.
د اروپائي اتحادئې دوروستۍ اعلامیې په په وینا، په افغانستان کې تر ۲۰ میلیونه زیات خلک له پاکو او د حښاک اوبو څخه بېبرخې دي، او د ککړو اوبو د کارونې له امله بېلابېلې ناروغۍ په چټکۍ سره زیاتېږي، چې په تیره بیا د لکونو ماشومانو ژوند ګواښي. د اروپائي اتحادیې په خبرداری کې ویل شوي چې د افغانستان په زیاترو سیمو کې د اوبو کمښت او د پاکوالي ناسم وضعیت د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښونه رامینځته کړي دي.
په همدې تړاو، د ملګروملتو د یونیسف ادارې په راپور کې راغلي چې د افغانستان له ۸۰فیصدو څخه زیات نفوس اړ دی چې ککړې اوبه وکاروي، او تر ۲۱۲ زرو زیات ماشومان د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو باندې اخته شوي دي.
https://dunya.com.pk/index.php/pakistan /2025-12-17/2604392