IQNA

د ځانګړو میلمنو په شتون سره د نړیوالو قاریانو د تلاؤت او همفکرئ غونډه(انځوریزراپور)

7:34 - January 10, 2026
د خبر لمبر: 3492288
ایکنا – د قرآن د عالی شورا له خوا د نړیوالو قاریانو د همفکرئ او تلاؤت تخصصي غونډه په تهران کې ترسره شوه.

ایکنانیوز راپور راکړ، د قرآن کریم د نړیوالو قاریانو د تلاؤت  او همفکرئ تخصصي غونډه د مرغومې یا  جدې د میاشتې په اتلسمه نیټه  د ماښام او ماسخوتن له لمانځه وروسته  د تهران د قرآن د عالی شورا دغونډو په هال کې ترسره شوه.

په دغې ناستې کې چې اجرا ئې د قرآن د نړیوال قاری او قاضي  محمد جواد پناهي په غاړه  درلوده، حمیدرضا احمدی‌وفا، علی قاسم‌آبادی، سیدمحمد کرمانی، حجت‌الاسلام سیدحمیدرضا مقدسی، محسن قاسمی، مجتبی محمدبیگی او حبیب صداقت پکې د قرآن کریم د ځينو آیتونو تلاؤتونه وړاندې کړل.

ددغې غونډې نهائي برخه  د نړیوال قاری  محمود الطفی نیا له خوا د رحب د میاشتې د دعا په قرائت سره وه چې په ناستې کې حاضرو کسانو له خوا ډيره وستایل شوه .

 ددغې ناستې په یوې برخې کې  مهدی غلام نژاد  چې له سید مصطفی حسینی سره ئې یو ځاي په دا وروستیو کې د قطر هیواد په نړیولو سیالیو کې لا غوره رتبه ترلاسه کړې ،ددغو سیالیو د کمیت او کیفیت په باب یولړ توضیحات وړاندې کړل.

ایکنانیوز ددغې تخصصي ناستې یو انځوریز راپور برابر ک ړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4327784  

captcha