IQNA

آنروا؛د غزې ماشومان له خپلو تر ټولو لومړنیو حقوقو بې‌برخې دي

13:36 - January 11, 2026
د خبر لمبر: 3492297
ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کارکسب موندونکي  ادارې (آنروا) په دې خبرې په  ټینګار سره چې د غزې ماشومان له خپلو بنسټیزو حقوقو محرومه  دي، ویلي دي چې دغه ماشومان بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري.

 ایکنانیوز د فلسطیني شهاب خبري آژانس له قوله لیکلي دي، د فلسطینيو  کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کارکسب  موندنې ادارې، چې د آنروا (UNRWA) په نوم پېژندل کېږي، په یوه راپور کې په غزې   تړانګې کې د فلسطینيو ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د هغوی پر جدي اړتیا ئې ټینګار کړی دی.

آنروا په یوه پیغام کې ویلي دي: د غزې ماشومان باید له ګرمۍ، سالمې تغذیې او کافي امنیت څخه برخمن وي، څو  د خپل راتلونکي په اړه هیله‌مند پاتې شي.

آنروا پخپلې اعلامیې کې  ټینګار کړی دی: د غزې په تړانګې کې اوسنی بشري وضعیت ماشومان له خپلو تر ټولو لومړنیو حقوقو محروم کړي دي.

د دې بیانیې په دوام کې راغلي دي: ماشومان دا مهال بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دغه مرستې د غزې د تړانګې تر پولو پورې رسیدلي پاتې دي.

په همدې لړ کې، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمیشنرئ خبرداری ورکړی دی: د تودوخې د کمېدو له امله، په غزې تړانګې کې وضعیت خورا وېرونکی دی، او نیواکګر رژیم په قصدي ډول دغې سیمې ته د مرستو د واریدیدا  مخه نیسي.

ددغه اورګان  په بیانیې کې ویل شوي دي: اسراییل یو نیواکګر او غیرقانوني لوری دی او دا حق نه لري چې وټاکي کوم توکي باید د غزې تړانګې ته داخل شي.

پر غزې تړانګې،د امریکا په ملاتړ د صهیونیسټي رژیم یرغل د فلسطینیانو د نسل‌وژنې تر څنګ، پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي چې د غزې د تړانګې ۹۰ سلنه بنسټیز بیخ بینائي تاسیسات ئې له مینځه وړي دي. ملګرو ملتو د دغو ویجاړیو د بیا رغونې لګښت  کابو  ۷۰ میلیارډ ډالره اټکل کړی دی.

سره له دې چې د اوربند د تړون له لاسلیک څخه څو میاشتې تېرې شوې دي، صهیونیسټی رژیم هره ورځ دغه تړون تر پښو لاندې کوي او د دې جګړې‌ځپلې سیمې خلکو ته د بشردوستانه مرستو د واریدیدا مخه نیسي.

https://iqna.ir/fa/news/4327939

captcha