IQNA

د وروستیو ګډوډیو او د دیني مقدساتو د سپکاوي په اړه د دیني رهبرانو غبرګون

6:34 - January 14, 2026
د خبر لمبر: 3492312
ایکنا - د نړۍ د دیني ټولنو رهبرانو  په ایران کې وروستي ګډوډي، امریکائي ـ صهیونیسټي ترهګریز اعمال او د دیني مقدساتو سپکاوی په کلکه وغندل.

 ایکنانیوز د اسلامي کلتور او اړیکو د  ادارې  د عامه اړیکو له قوله راپور راکړ،، د ایران د کلیمیانو دیني مرجع؛ یونس حمامي لاله‌زار،  د ختیځې آشوري کلیسا اسقف اعظم، بنیامین مارنرسای، او د تهران د زرتشتیانو د ټولنې غړي، موبد هرمز خسرواني، د ایران په بیلایبلو سیمو کې ترهګریز جنایتونه او د ګډوډوونکو له‌خوا پر دیني ځایونو، د امامزادګانو پر سپېڅلو آستانو او جوماتونو ترسره شوي سپکاوي او بریدونه وغندل.

دوي باور لري چې ایران د ټولو دینونو د سوله‌ییز ګډ ژوند ځانګو ده او ایرانیانو تل د سپېڅلو ځایونو او مقدسو کتابونو حرمت ساتلی دی او د خدای د نوم درناوی ئې کړی دی، کوم چې په آسماني کتابونو کې یاد شوی دی.

دغو دیني رهبرانو  ټینګار وکړ چې اسلام د هېواد د اصلي دین په توګه بنسټیز او چورلیز  رول لري، او د ملي یووالي د ساتنې لپاره د ټولو دیني عقایدو درناوی اړین دی.

https://iqna.ir/fa/news/4328445  

captcha