IQNA

پاکستان او ایران د سیمې او نړئ په باب یو شان دریځونه لري

8:20 - January 18, 2026
د خبر لمبر: 3492322
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په یوه ټیلیفوني تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چاروله وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران او سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.

ایکنانیوز د واحد مرکزی خبر له قوله  راپور راکړ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوي  د دفتر د اعلامیې پر اساس، په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د ایران د روان وضعیت او د سیمې د پراخو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې او ثبات د ساتلو په اړه د هیلو څرګندونه وکړه او په سیمې کې ئې د ارامتیا، زغم او له کړکېچ څخه د ډډه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دغه ټیلیفوني تماس کې همدارنګه دواړو خواوو د ګډو ګټو د موضوعاتو په اړه د دوه‌اړخیزو سلا مشورو او  اړیکو د دوام پر سر هوکړه وکړه.

دا خبرې اترې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د نږدې او دوامدارو اړیکو په چوکاټ کې او د سیمه‌ییزو مسئلو په اړه د همغږۍ د پیاوړتیا په موخې سره ترسره شوې دي. 

https://www.iribnews.ir/fa/news/5688780/

captcha