IQNA

د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران،د معظم لارښود د فرمان په انتظار او ګوته په ټریګر باندې

13:54 - January 22, 2026
د خبر لمبر: 3492347
ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران عمومی قوماندان په یوه پیغام کې روښانه کړه، سپاه پاسداران د درستو قواؤ د لوي قوماندان معظم لارښود د فرمانونو دعملي کولو لپاره ګوته په ټریګر دي

ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قومندان د پاسدار د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې،ټینګار وکړ؛د اسلامي انقلاب او د قدرمن ایران پاسداران، د ټولو ځواکونو د ستر قومندان او له ځانه ګران رهبر د حکم او تد بیرونو د پلي کولو لپاره، ګوته په لیندئ(ټریګر)ّ دي او له بل هروخته زیات چمتو دي .

په راپور کې وئيل شوي دي،د شعبانیه اخترونو او د پاسدار د ورځې په مناسبت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو  د عمومي قومندان تورن جنرال محمد پاکپور په پیغام کې راغلی دی: د شعبان المعظم دریمه نېټه  (د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د لمسی ، د شهیدانو د  سردار او د نړۍ د پتمنو د  مشر حضرت امام حسین (ع) د زیږون کلیزه ده چې د حضرت امام خمیني (ره) د تل پاتې او حیرانوونکي نوښت له مخې «د پاسدار ورځ» نومول شوې ده،د اسلامي انقلاب ټولو میړنیو او عاشورائي پاسدارانو ته چې د اسلام د مجاهدینو او مبارزینو په لومړۍ کرښې کې د اسلامی انقلاب او اسلامي نظام د ارمانونو، لاسته راوړنو او ارزښتونو څخه د دفاع، د ملي امنیت د ساتنې او  ایران او ایرانيانو ته د صادقانه خدمت لپاره ځلېږي؛ مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم. 

تورن جنرال محمد پاکپور زیاته کړه: په دې جذابه موسم کې چې د کربلا د حسيني حماسې یادونه کوي، په روښانه غږ او په بشپړ ویاړ سره اعلان کوو چې مونږ پاسداران یو، پاسداران به پاتې شو او د خدای د مهربانۍ او عنایتونو په سیوري کې د ایران له نورو مؤمنو او سرښیندونکو مجاهدینو سره په یوه واحد، متحد او   خوله ماتونکي لیکه کې د امریکائي او صهیونیسټي د دښمنیو د طوفان او کینې په وړاندې د وطن د اقتدار او  د امنیت ډال له مخکې لا زیات پیاوړی کوو، مونږ د جنايتکارو، ورانکارو ،بلواګرو  او بشرضده دښمنانو، په تیره بیا امریکا او جعلي او توکمپاله وحشي صهيونيستي رژيم ته خبرداری ورکوو چې د تاريخي تجروبو او د ۱۲ ورځنۍ تپلي جګړې څخه زده کړې په پام کې ونیسي، له هر ډول محاسباتي تېروتنې څخه ډډه وکړي که نه  نو له د لا دردوونکي او پښېمانوونکې برخلیک سره به ،مخ شي، د اسلامي انقلاب او د قدرمن  ایران پاسداران، د ټولو ځواکونو د ستر  قومندان او له ځان نه ګران رهبر د حکم او تدبیرونو د پلي کولو لپاره، ګوته په ماشه له هر وخته زیات چمتو دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قومندان په خپل پیام کې ویلي دي: د دې مبارکې ورځې په ویاړ او د کربلا د علمدار او «د جانباز ورځ» د حضرت ابوالفضل العباس (ع) ، او د حضرت امام زین العابدین   (ع) د زیږون مبارکي؛ د اسلامي انقلاب د پاسدارانو تلپاتې شهیدانو ته سردارانو او پاسدارانو، شهید حسین سلامي، حاج قاسم سلیماني، غلامعلي رشید، محمد باقري، علی شادماني، امیر علی حاجی زاده او د ۱۲ ورځني تپلې جنګ  او د وروستۍ امریکائي فتنې شهیدانو او د قدس شریف د ازادئ د لارې نورو  ایرانيو  اتلو شهیدانو ته، مبارکي وایو او درود پرې استوو او

او د ځواکمن ولسي پوځ او د انقلاب ګران پاسدارانو د بریالیتوب او ځلانده توب دوام، د مهمو ماموریتونو په ترسره کولو کې په ځانګړي ډول په دغو تاریخي حساسو شرایطو کې ، د حضرت بقیةالله الاعظم (عجل الله تعالی فرجه الشریف) د عنایتونو په ړنا کې، او د خپل پر حق نایب، معظم رهبر، اعلی قومندان حضرت آیت‌الله العظمي امام خامنه‌ای (مدظله العالی) د حکیمانه تدابیرو، فرمانونو او لارښوونو په تعقیب، له خدای کریم او سبحان څخه د بریا غوښتنه کوم.

 https://iqna.ir/fa/news/4329681

captcha