IQNA

په کوفې کې د محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو ترسره کېدل

16:06 - February 01, 2026
د خبر لمبر: 3492390
ایکنا - د  عراق د کوفې پوهنتون د حضرت امام حسین (ع) د مقدس آستان د دارالقرآن له مرکز سره په ملګرتیا، د پوهنتونونو د محصلینو نړیوالې قرآني سیالۍ ترسره کوي.

  د ایکنانیوز  د راپور له مخې، دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۷ تر ۲۹  (د راتلونکي کال د  غواړي یا ثور له ۷  تر ۹ ) پورې ترسره شي. په همدې لړ کې د کوفې پوهنتون یو پلاوی د امام حسین(ع) د سپېڅلي آستان د دارالقرآن له چارواکو سره وکتل.

د کوفې پوهنتون د دوامدارو زده‌کړو د مرکز مشر رزاق عبدالامیر الطیار د دې پلاوي مشري کوله، او ورسره هغه مقدماتي کمېټې هم شاملې وې چې د پوهنتونونو د محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو د ترسره کېدو چارې سمبالوي؛ دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۷  تر ۲۹  پورې په همدې پوهنتون کې ترسره شي.

د کوفې پوهنتون د حقوقي زده‌کړو د پوهنتوني مرکز مشر، علي طالب،وویل:

د امام حسینؑ د سپېڅلي آستان د دارالقرآن د برخې مشر، شیخ خیرالدین علي الهادي،د هغه مرستیالانو، او همدارنګه د دې آستان د قرآني رسنیز مرکز مشر، وسام نذیر الدلفي، د کوفې پوهنتون د پلاوي هرکلی وکړ.

هغه زیاته کړه:په دې لیدنه کې د سیالیو د ترسره کېدو څرنګوالی، د ګډونوالو د استوګنې ځایونه، د سیالیو وخت، او همدارنګه د قاضیانو، څارونکو او تدارکاتي کمېټو د فعالیت بهیر وڅېړل شو.

په دغې ناستې کې دا هم ټینګار وشو چې  په  کوفې پوهنتون کې به د دې نړیوالو سیالیو لومړۍ مرحله  په دوو پړاوونو کې ترسره شي:

لومړی پړاوبه (مقدماتي) د عراق د ټولو پوهنتونونو، د اسلامي هېوادونو د یو شمېر پوهنتونونو او همدارنګه د ځینو عربي هېوادونو د پوهنتونونو په ګډون ترسره شي، او وروستی پړاو به د ۱۰ هېوادونو او د عراق د ۱۰ پوهنتونونو په ګډون ترسره کېږي.

سیالۍ به د ارزونې له پړاو وروسته د کوفه پوهنتون دننه ترسره شي، او دا قرآني بهیر به د ټاکل شوې مهالوېش له مخې د امام حسینؑ په سپېڅلي حرم کې پای ته ورسېږي.

علي طالب په پای کې ټینګار وکړ چې د پاتې جزییاتو د نهائي  کولو لپاره د راتلونکو ناستو دوام ډېر مهم دی، او  دا ډول ناستې به د دې مبارکو نړیوالو قرآني سیالیو د بریا لامل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4331334/

captcha