IQNA

د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

11:46 - February 03, 2026
د خبر لمبر: 3492404
ایکنا- د افغانستان د  طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان  د حکومت د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل دوشنبه د سلواغې په ۱۳مه، ویلي چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

د شرافت زمان په وینا، ټاکل شوې ده چې له پنځو کلونو کم عمره ۷.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.

«له پولیو د پاک افغانستان» بنسټ هم د دې کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

دا کمپاین د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ترسره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو ناروغي لا هم په افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170270

captcha