IQNA

د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۷کلیزه دې پرټولو مبارک وي

12:05 - February 11, 2026
د خبر لمبر: 3492435
ایکنا - د ایران د  اسلامی جمهوریت  ولس   د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه  بیګا د شپې مهال  په نهو بجو   د خپلو کورونو،  جوماتونو، ودانیو  او امامباړو په چتونو   او په پارکونو کې   د «الله‌اکبر»  چغې پورته کړې   او دخداي شکر ئې ادا کړ.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د ایران  د اسلامی  جمهوریت  مقاومت کوونکي، په صحنې کې تل حاضر  او انقلابی  ولس ، هر کال د سلواغې د   ۲۱  په شپې د اسلامی انقلاب د کلیزې د شکرانې پر مهال او د هغه قدرت چې نن سبا ورڅخه  برخمن دی، د ۵۷ ۱۳  لمریز کال د سلواغې د  میاشتې  د تکبیرونو د یادونې په موخې  سره د خپلو کورونو،  جوماتونو  او د امامباړو له بامونو  څخه  د «الله‌اکبر»چغې پورته کوي چې دغه آسماني آواز د ایران ټولو ملي رسنیو،ټيلویژني او خبري  چینلونو له خوا خپریږي.

 

 

 

 همداراز د الله‌اکبر   د چغو له پورته کولو سره همهاله  د درست  ایران په آسمان کې، د روښنایۍ  او آتش بازئ ولولناکې دستورې هم ترسره کیږی،  او د خداي شکر ادا کوي.

 د یادولو ده چې د سلواغې  د میاشتې د ۲۲  نیټې یعني د یوم ا... ولولناکې او پرتمینې میلیوني دستورې په درست ایران کې په تیره بیا په تهران   کې په یوه وخت نن سهار له نهو بجو څخه  ترسره کیږي او د ایران او نورو هیوادونو  کابو  ۷۷۰۰ خبریالان دغه دستورې راپوروي.

حضور رئیس جمهور در راهپیمایی 22 بهمن

وروستي راپورونه ښئ چې په درست ایران کې دغه میلیوني او ولولناک لاریونه دوام لري او د ایران ولس یو ځل بیا له خپل انقلاب سره بیعت نوی کړ او پخپل یووالی او اتحاد سره ئې وښودله چې هیڅکله هم د دښمنانو په شنو باغونو او  دوکو نه غولیږي او هیڅکله به دښمن ته د درز او نفاق درامینځةکونکو دسیسو د کامیابولو اجازت ورنه کړي.

موشکهای بالستیک هوافضای سپاه

د تهران ریډیو درست کارکونکي  د یوم ا... د ولولناکې او پرتمینې ورځې په  مناسبت د نړئ درستو پتمنو په تیره بیا د ایران انقلابی او شجاع ولس ته د زړه له کومې مبارکي وائي.

 

د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب ۴۷کلیزهشهدای جنگ  12 روزه

راهپیمایی 22 بهمن

د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د ایران د خلکو ستر لاریونونه+ انځورونه

 

https://iqna.ir/fa/news/4333797

captcha