
ایکنا خبري اژانس د الاصلاح ویبپاڼې په حواله راپور ورکړی،د یوه داسې ګام په ترڅ کې چې د سیاسي او بشري حقوقو په کړیو کې ئې پراخ جنجال را وپاراوه، د کنیډا نوي لومړي وزیر مارک کارني اعلان وکړ چې د «اسلام ضده پروسې پر وړاندې د مبارزې ځانګړي استازي» او د «یهودضده پروسې پر وړاندې د مبارزې ځانګړي استازي» پوسټونه لغوه کېږي. دا دواړه منصبونه د پخواني لومړي وزیر جاستین ترودو په پړاؤ کې رامنځته شوي وو.
حکومت پرېکړه کړې چې دغه خپلواک پوسټونه به د «د حقوقو، برابرۍ او ټولشموله توب مشورتي شورا» په نوم په یوه واحد مشورتي بنسټ باندې بدل کړي، چې دنده به ئې د نفرت له ټولو ډولونو سره مبارزه وي.
د کلتور او رسمي ژبو وزیر مارک میلر له دې پرېکړې دفاع وکړه او ټینګار ئې وکړ چې اوسنۍ مرحله له جلا جلا خوځښتونو څخه د ملي یووالي پر چورلیز د یوه پراخ چوکاټ پر لور د تګ غوښتنه کوي.
میلر په مطبوعاتي څرګندونو کې وویل: پخوانیو دفترونو «خپل رول په بشپړ ډول ترسره کړی»، خو د اسلامضده او یهود ضده پروسې اوس یوې حساسې او بحراني مرحلې ته رسېدلې دي. د ده په وینا، د «ډير قطبي کېدو» وضعیت نوي چلند ته اړتیا لري څو کینیډئين د یوه ګډ هویت تر چت لاندې سره متحد کړي.
بل لور ته، د بشري حقوقو ډلې او مسلمانې او یهودي ټولنې دا پرېکړه په «مایوسۍ» او ژورې اندېښنې سره بدرګه کړې ده. د کینیډا د مسلمانانو ملي شورا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي: د اسلام ضده پروسې پر وړاندې د مبارزې د دفتر لغوه کول په داسې وخت کې ترسره کېږي چې هېواد د مسلمانانو پر ضد د دښمنۍ له اندېښمنوونکي زیاتوالي سره مخ دی.
همدارنګه د کینیډا د مدني آزادیو ټولنې پر دې پرېکړه سختې نیوکې کړي او دا ئې «لنډفکره او ګډوډوونکې» بللې ده، او خبرداری یې ورکړی چې د نفرتي پېښو د زیاتېدو په اوج کې د دغو تخصصي پوسټونو لیرې کول کولی شي د زیانمنو کسانو د خوندیتوب هڅې کمزورې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4333811