IQNA

امریکا دې د ايران د مقاومت په اړه د وسوسو په ځای،د خپلې سمندري بېړۍ ستونزه حل کړي

6:32 - February 25, 2026
د خبر لمبر: 3492505
ایکنا- د پاکستان د مشرانو جرګې داپوزیشن مشر او سناتور او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر   د امريکا ولسمشر ته په يو تُند پيغام کې  له هغه وغوښتل چې د ايران د مقاومت اوصبر په اړه د وسواس لرونکي تمرکز پر ځای، دې لومړئ د امريکا د پوځ کورنۍ ستونزې حل کړي.

ایکنانیوز د صدا و سیما د خبریال له قوله راپور راکړ؛دغه پاکستاني سناتور  او دینی عالم سناتور علامه راجه ناصر جعفري  سيمې ته د ۱۳ ميليارده ډالرو په ارزښت د  جرالډ فورد  الوتکه وړونکې بېړۍ د لېږلو په اړه وليکل:ښاغلیه ټرمپه! د ايرانيانو د مقاومت او صبر په اړه د وسواس پر ځای، غوره ده چې لومړئ د خپلې تر ټولو پرمختللې بېړۍ د فاضلابو کړکېچ حل کړئ، هغه بېړۍ چې تاسو د ايران د ويرولو لپاره سیمې ته لېږلې ده؛ هغه بېړۍ چې اوس د بندو شويو تشنابونو له ستونزې سره مخ ده. د ځواک په اړه له لافې وهلو مخکې، د هغو سمندري عسکرو روحيې ته پام وکړئ چې په دغسې شرايطو کې خدمت کوي.

دغه پاکستاني سناتور همدارنګه د سټيؤ ويټکاف د هغو څرګندونو په اړه چې د ايران د نه تسليمېدو په اړه د ټرمپ حساسیت ته اشاره کوي، ټينګار وکړ: مونږ د ډونالډ ټرمپ هغه اندېښنه چې د کنجکاوي په بڼه څرګندېږي، ښه درک کوو.

هغه د آل عمران سورې د ۱۱۹ آيت په استنادسره  وليکل؛د مؤمنانو ارامښت او ثبات دښمنان د قهر او باطني  ګډوډۍ سره مخ کوي: «کله چې يوازې شي، نو د سختې غوسې له امله خپلې ګوتې چيچي. ووايه: په خپله غوسه کې مړه شئ.

علامه راجه ناصر عباس جعفري د خپل پيغام په بلې برخې کې ټينګار وکړ: د امريکا ولسمشر بايد وپوهېږي چې رښتينی مقاومت او زړَورتيا په شتمنۍ، وسلو او دباؤ سره نه ترلاسه کېږي، بلکې په خدای تعالی ټينګ ايمان او د پېغمبر اکرم ﷺ او د هغه د اهل بيت(ع) له لارښوونو څخه سرچينه اخلي.

هغه په پای کې د قرآنکريم هغو آيتونو ته اشاره وکړه چې د ګواښونو پر وړاندې د مؤمنانو د ايمان د زياتېدو يادونه کوي او دا اصل ئې د هغو ملتونو د پايدارۍ اساسي لامل وباله چې د بهرنيو دباونو پر وړاندې نه تسليميږي.

 https://www.iribnews.ir/fa/news/5726631

captcha