
ایکنانیوز راپور راکړ، په زرګونو ځله مو دا جمله اوریدلې ده چې ؛( درباغ شهادت باز ،باز است) د شهادت باغ دروازه پرانیستې ده؛ او دا یو داسې حقیقت دی چې د نړئ حق غواړي او آزادي غواړي کلونه کلونه کیږي چې دا ئې اثبات کړې ده.
نن یوځل بیا د تهران ښار د خپلو هغو پنځو شهید شوو لوړپوړو قوماندانانو د جنازو د دستورو شاهد دی چې د ترټولو بدو حیوان ډوله انسان په وسیله شهیدان شول.
د تهران او شاوخوا ولسوالیو میرنیو او شجاع خلکو نن له غرمې وروسته د ایران د نوی میلیون ویرجن ولس په نمایندګئ سره د خپلو شهید شوو قوماندانانوسردار جنرال سید عبدالرحیم موسوي، سردار جنرال شهید محمد پاکپور ،امیر البحر شهید علی شمخاني ،سردار شهید عزیز نصیرزاده او سردار بسیجي شهید محمد شیرازي او ورسره د یوشمیر نورو شهیدانو پاکې جنازې نن د تهران پوهنتون په وړاندې د اسلامی انقلاب له چوکه د معراج الشهدا پورې بدرګه کوي.
په دغو دستورو کې یوه عجیبه شانته ولوله او انګیزه تر سترګو کیږي، له نوزیږو،ماشومانو،زلمیانو ښځو اوبوډاګانو رانیولې د ټولنې درستې پرګنې په دغو دستورو کې په داسې حال کې چې په خوله ئې روژه ده، په دغو دستورو کې ګډون کوي او له هماغه سهار څخه په ډلو ډلو ئې میدان انقلاب ته ځانونه رسولي او د خپلو قدردانو شهیدو قوماندانانو سره دخداي په آماني کوي.

دغه لوړپوړي شهید قوماندان د ترهه ګرې ا مریکا اووحشی صهوینیسټي رژیم په وسیله د رمضان په جنګ کې شهیدان شوي او اوس د روژې په میاشت په تیره بیاد حضرت امام علی علیه السلام د شهادت په ورځ خاورو ته سپارل کیږي.
دغه دستورې هماغه راز روانې دي او تر روژماتي پورې ممکنه ده دوام ومومي او د تهران او شاوخواولسوالیو شجاع خلک د ایران ددرست ملت په نمایندګئ له خپلو اتلوالو شهیدو قوماندانانو سره دخداي په آماني کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4339985