IQNA

د پاکستان اهل سنت عالم؛ایران به د امریکا او اسرائيلو په نابرابر جنګ کې بریالی شي

15:41 - March 11, 2026
د خبر لمبر: 3492552
ایکنا – د پاکستان د اهل سنت لوي عالم  د ترهه  ګرې امریکا اووحشی اسرائيلو  د پوځي تیریو  له یولسمې ورځې سره سره  دایران د اسلامی جمهوریت د میداني  برلاسي په ستایلو سره ووئيل،تیریګر د بریالیتوب خوبونه وینی،خو ایران  د امریکا او اسرائيلو  د پوځي مرکزونو او نورو مرکزونو  باؤؤ له مینځه وړلی او له دوي تیریګرو ئې لاره ورکه کړې ده.

ایکنانیوز  دپاکستان د رسندویو له قوله راپور راکړ،  د پاکستان د جامعه نعیمیه مذهبی مدرسې مشر  او د  پاکستان د اهلسنت د حوزو د ټولنې مشر مفتی منیب الرحمن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د امریکا او وحشی صهیونیسټ رژیم  دتیریو په ځواب کې د ایران د اسلامی جمهوریت د شجاع وسلوالو ځواکونو  دفاعي اقدامات او دغه راز  په سیمې کې د تیریګرو  پر مرکزونو اوپوځي اډو  په نښه کول یو روا حق وباله او  دا ئې د تیریګرو لپاره یو نه هیریدونکی درس وباله.

مفتی صیب دغه راز ووئيل، ډونالډترمپ  داسې بریښوي  چې  هغه د میدان بریالی دی، او نړئ د هغه په ساز سره ناڅا کوي خو حقیقت د روښانه ورځې په څیر  دی  چې ایران څرنګه د  ترهه ګرې امریکا او وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم  ډَډ  او تش باؤؤ دړې وړې کړی او دغې دړې وړې کیدا ته هماغه راز دوام ورکوي.

د اهل سنتو دغه مفتی  ووئيل، د جنایتکارې امریکا او اسرائيلو د تپلي جنګ یولس ورځې تیریږي  خو تیریګر هماغه شان  د بریالیتوب خوبونه ویني ، چې البته  اوس میداني او نفسیاتی بریالیتوب او برلاسی د ایران لره دی.

 هغه ټينګار وکړ، ایران د امریکا له خوا له ۴۷ کلنو بندیزونو او زیاتره دباؤنو سره سره چې نړئ ئې په اشارو ناڅا کوي، توانیدلی دی په یوه نابرابر جنګ کې ثابت قدم باقي پاتې شي او د تیریګرې او جنایتکارې امریکا زیات غوښتنو ته تسلین نشي چې دا د یوه  مسلمان  او آزاد ملت حقیقي او اسلامی وظیفه هم ده ، چې پر خداي په توکل سره پرخپلې دفاع او د ټاټوبی بشپړ تیا په دفاع کې قرباني ورکړي او ځان وساتي .

https://iqna.ir/fa/news/4339941

captcha