
ایکنانیوز راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې د وروستئ جمعې په رارسیدا سره چې د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده، په تهران او درست ایران کې بلکې په درستې نړئ کې د قدس دنړیوالې ورځې میلیوني لاریونونه په پرتم او ولولې او انګیزې سره پیل شوي دي او د ایران په تیره بیا د تهران درست واټونه او کوڅې مړه دې امریکا ،مړ دې وي اسرائيل او شهادت شهادت سعادت سعادت په شعارونو سره لړزیږي او استعماري او استکباري قدرتون وپه تیره بیا ترهه ګرې امریکا اووحشی ډوله تیریګر صهیونیسټي رژیم ته ښئ چې د مظلوم قدس چغه به هیڅکله هم په بمباریو او ترورونو سره غلي نشي او د اسلامی امت درست بچیان به پخپلو وینو او قربانیانو سره د قدس تر آزادولو پورې په آرامه کیښې نه ني، او د حضرت امام خامنه اي او نورو شهیدانو وینه به حتما نتیجه ورکړي او ان شاالله استکباري او نیواکګر رژيمونه به له سیمې خپل ټغر ډیر زرټول کړي.
البته دا د حضرت امام خامنه اي له شتون پرته لومړنۍ قدس لاریون دی ،البته دهغه پاک روح په درست ایران کې دقدس دمیلیوني لاریونونو څارنه کوي او د ایران ولس له خپل شهید رهبر او ستر لارښود آیت الله مجتبی خامنه اي سره ژمنه کوي چې د وینو تر وروستي څاڅکي پورې به د دوي له آئيډیاؤ او لارښونو لاس په سر نشي او دقدس تر آزادئ پورې به خپلو ولولناکو او انګیزه لرونکو هڅو ته دوام ورکړي.

راپورونه ښئ چې په درست ایران کې په یووخت د ورځې لس نیمې بجې دقدس نړیوال اومیلیوني لاریونونه پیل شوي او د جمعې لمانځه د ادا کولو تروخته به دوام ومومي او جنایتکارو او تیریګرو دښمنانو ته به یو ځل بیا وښئ چې په بمباریو او د جټ الوتکو په غورا او بمونو غورځولو سره به هیڅکله هم د خپل شهید اواوسني لارښود له آئيدیاؤ لاس په سر نشي او بلاخره به هم فتح اونصرت د اسلام د مجاهدینو په برخه وي.
له پاکستانه هم رارسیدلي راپورونه ښئ چې ددغه هیواد په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې د قدس نړیوال لاریون په پیلیدا دی او خلک واټونو ته راوتلي دي او له جنایتکارې او ترهه ګرې امریکا او وحشي ډوله اسرائیلو څخه خپل نفرت اوکرکه نندارې ته وړاندې کوي. په دغو لاریونو نو کې داسې کورنئ هم ترسترګو کیږي چې له ځانو سره ئې خپل نوزیږي او ماشومان هم لاریونونو ته راوستي څودوي ته هم وښئ چې د اسلام او کفر ترمینځ په جنګ کې باید د خپلو رهبرانو لارښونو باندې په عمل سره د قدس ترآزادئ پورې له هرډول قربانۍ ډډه ونه کړي او بلاخره به دامام الزمان حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف په امامت کې ان شاالله په قدس کې د جمعې لمونځ اداکوي.





https://iqna.ir/fa/news/4340335