IQNA

د ایران د میناب د زده کونکو انجونو په یاد کې دسپينې ماڼئ په وړانډې اعتراضیه غونډه

16:19 - March 17, 2026
د خبر لمبر: 3492574
ایکنا- امریکائي ښاریزو  په ایران باندې د امریکا په حملې کې د هرمزګان ولایت په میناب سیمې کې د زده کونکو انجونو په وژلې په اعتراض کې  د سپينې ماڼئ په وړاندې  غونډه جوړه کړه.

ایکنانیوز د ایکس ټولنیز چینل له قوله راپور راکړ، د ایران په میناب سیمې کې  په شجریه طیبه ښونخي باندې د امریکایی صهیونیسټي  ترهه ګرې حملې کې دشهید شوو انجونو زده کونکو په باد په دغې اعتراضیه غونډې کې  حاضرو کسانو  خپلې بَستې  او کیفونه پر مځکې کیښودل او د انجونو زده کونکو د قاتلانو په ضد ئې شعارونه ورکړل.

په اعتراضیه غونډې کې د امریکا او اسرائيلو په ضد او د فلسطین له  ولس  دملاتړ پلې کارډونه هم  لیدل کیدل.

ګډون کونکو همداراز  په دغې اعتراضیه غونډې کې  د ایران او فلسطین بیرغونه په لاسونو کې پورته کړي وو او په ایران ئې د امریکا او اسرائيلو د غیر قانوني او بې آمانه حملو باندې سخت اعتراض وکړ او دغه راز د میناب  دانجونو زده کونکو په یاد کې مشالونه او ډيوې بَلې کړې .

https://iqna.ir/fa/news/4341344

captcha