
ایکنانیوز د الجزیره خبری چینل له قوله راپور راکړ،د نړئ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لئو چې لومړنئ امریکائي پاپ دی ، یو ځل بیا د نفرت او تاؤتریخوالي په لازیاتیدا نیوکې کړي او ټينګار ئې کړی دی، له ټولو غواړم د اوربند لپاره دې هڅې وکړي البته په وسلو سره نه ،بلکې د خبرواترو او له لارې او په صادق زړه سره دې ټولو لپاره په حل لارې پسې شو.
پاپ لئو ددې خبرې په کولو سره چې څه د پاسه یو میلیون کسان کډه په سر شوي او ډير وژل شوي دي، زیاته کړه ، ټولو چارواکو ته بلنه ورکوم صادقانه دې د مشکلاتو د حل لپاره دخبرواترو له لارې هڅه وکړي.
د نړئ دکاتولیکانو رهبر د تیرې یکشنبې په ورځ هم په مینځني ختیځ کې تیریګر جنګ د درستې بشري کورنئ لپاره رسوائي بللې او د فوري اور بند دټينګیدا لپاره ئې خپله غوښتنه تکرار کړې وه.
https://iqna.ir/fa/news/4342699