
یوه یهودي کله چې دمدینې دمسلمانانو پّ تیره بیا د دوو قبیلو(اوس اوخزرج) وحدت او یووالی ولید،نو په پلانونې سره ئې یوه ډله ماموره کړه،څو دتیرو خاطرو په یادولو سره، دوي ولسموي. د خداي رسول(ص) آرامښت په بلنې سره دوي ته خبرداری ورکړ اودوي ئې د دښمن له دسیسې خبر کړل. په دې زمینې کې د قرآن کریم د آل عمران سورې له ۹۸ تر ۱۰۰ پورې آیتونه نازل شول. چې فرمائي؛؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ» (آل عمران: 100)، له ؛فریق؛ څخه مقصد ، د یهودیانو یوه پرګنه ده.کفر له ایمان وروسته هم پوهیږي چې مسلمانان څرنګه د یهودیانو په لمسوَنې سره کافر کیږي.ممکنه ده ، له کفر څخه مفصد هماغه د جاهلیّت د پړاؤ د ښمنیانې وي؛لکه څنګه چې ایمان د ورورولۍ اومینې سرچینه او کفر د تفرقې او دښمنئ سرچینه ده.
په حقیقت کې دغه آیت مسلمانانو ته خبرداری ورکوي چې که د دښمن د زهرجنو خبرو تراغیزو لاندې ورشي او د هغوي په وسوسو سره اغیزمن شي، نو څه به نه وي پاتې ، چې خپل ایمان به له لاسه ورکړي او د کفر په لور به بیرته وګرځي؛ ځکه دښمن لومړئ هڅه کوي، په دوي کې ددښمنئ د اور لمبې پورتهکړي اودوي پخپلو کې سره لاس او ګریوان کړي او خپلو وسوسو ته دوام ورکړي څو په کلي توګه دوي له اسلامه وباسي.
په ورپسې آیت کې فرمائي ؛ وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَ أَنْتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّهِ وَ فِيكُمْ رَسُولُهُ»؛یعني هغه مهال چې پيغمبر(ص) پر تاسو آیتونه تلاوت کوي، نوښه ورته غوږ شئ او په هغوکې تدبّر وکړئ او که ونه توانیږئ،رسول(ص) ته مراجعه وکړئ، دمونږ په وخت کې په دغه آیت باندې ععمل، یعني د هغو شکو اوشبهاتو د باطلولو لپاره چې یهود ئې القاء کوي او یا ئې القاء کړي دي، دخداي آیتونو ته رجوع وکړئ او د پیغمبر اکرم(ص) سنت سره تمسک وکړئ. له دېامله دنړئ مسلمانان باید دقت وکړي چې له امریکائي او صهیونیسټي رژيم سره د ایران په جنګ کې په کوم لوري کې دریدلي دي.
https://iqna.ir/en/news/3496827