
ایکنانیوز د فرات نیوز له قوله راپورراکړ، په داسې حال کې چې د ایران او لبنان دوو ملتونو څخه د ملاتړ لپاره د مذهبی او اجتماعي کمپاین څپه چې له امریکا او صهیونیسټي وحشی رژیم سره د تپلی جنګ په اوج کې دي، رامینځة شوې ده، ایت الله العظمی سید علی سیستاني د نغدي مرستو دغونډولو او ویشلو پر څرنګوالی په مستقیمې څارنې سره هڅه کوي دغه بهیر په یوه منظم اوشفاف چوکاټ کې هدایت شي او دواړوملتونو ته دغه مرستې په سمه توګه ورسیږي.
له دې مخکې ددغه لوړ مقام مرجع نمایندګانو په کربلا،نجف بغداد اونورو ولایتونو کې د نیکمرغه کوچني اختر او جمعې لمانځه په خطبو کې د دینی او انساني مسئولیّت باندې په ټینګار سره خلک د ایران او لبنان له ملتونو سره په مرسته رسونې کې او د دوي له مقاومت څخه د ملاتړ په اعلانولو کې پراخ ګډون ته بللي وو.
دایران داسلامی جمهوریت په ضد د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژیم ګډې پوځي حملې د ۱۴۰۴ کال د کب د میاشتې له نهمې پیل شوي چې په هماغه لومړنئ ورځې د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمیت امام خامنه اي د شهادت سبب شوي او دغه تپلی جنګ اوس په اوه ویشتمې ورځې هماغه راز دوام لري.
https://iqna.ir/fa/news/4342637