
له دې وروسته چې پيغمبر اکرم(ص)په مکې کې مشرکانو ته د ځواب لپاره دځينو مسلمانانو غوښته د جهاد د اذن د نه درلودلو به دلیل ردوله ، خداوندمتعال د حج سورې 39 آیت نازل کړ؛ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ؛ هغو کسانو ته چې [په ظلم سره ] ورباندې جنګ تپل شوی او بریدونه ورباندې کیږي، په دې خاطر چې ظلم ورباندې شوی ، اذن جهاد ورکړل شوی،مسلما خدای له هغوي سره پر مرسته کولو توانمن دی::
ځیني مفسران دغه آیت هغه لومړنی آیت ګڼي چې پیغمبر اکرم (ص) ته د جهاد او وسلوال حنګ اجازت ئې ورکړی دی.ځکه دهغه بزرګوار کار څومرحلې درلودې؛ 1 ، د ځواکونو د ځان جوړونې او دزړه له کومې اصلاح او دعوت. 2؛ د ځواکونو منظمول او غونډول.3 ؛ دفاع یا حمله.
خداوندمتعال په مخکیني آیت کې د مومنانو ددفاع وعده ورکړې وه؛ إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا؛ (حج: 38)؛ او په دغه آیت کې د جهاد حکم ورکړل شو؛ یعني مسلمانان باید دا ګمان ونه وکړي چې په خپلو کورونو کې کیښناستلی شي او او دپروردګار د مرستې منتظر ووسي. دخداي نصرت ، دمونږ له قیام او حرکت وروسته دی.
ددغه اذن بشپړتیا آیت په انتها کې د بریالیتوب په وعدې سره،یعني ؛وَ إِنَّ اللَّهَ عَلی نَصْرِهِمْ لَقَدِیرٌ؛ او خداوند متعال د دوي په مرستې قادر دی (حج: 39)، ترسره کیږي ،مسلمانان باید هغه څه چې په دغې دنیا کې لري،وکاروي او تر هغه مهال چې ددوی قدرت ختمیږي،د خداوند د مرستې په انتظار کې ووسي. دا هماغه پروګرام ؤ چې د اسلام پیغمبر(ص) پخپلو ټولو غزاګانو کې کارولو او بریالی کید.
https://iqna.ir/en/news/3496840