IQNA

په ملګرو ملتو کې د امریکااسرایئلو او څلورو نورو  هیوادونو په خلاف د ایران رسمي شکایت

23:02 - March 31, 2026
د خبر لمبر: 3492624
ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د امریکا او صهیونیسټي رژيم په  ضد د ایران د  شکایت په متن کې راغلي دي، په دې وسیله  د ایران داسلامی جمهوریت  د غیر پوځي صنعتي تاسیساتو په ضد د تیریګر صهیونیسټي رژيم  په وسیله د  مارچ په ۲۷  نیټه  د  وروستیو هوائي حملو راپور وړاندې کوي او په ډاګه کوي، چې عمومی تاسیساتو او صنائعو په ضد دغه ډول حملې  او ددغوتاسیساتو  اړونده بیخ بینائيو  او د تولید اصلي یونټونو ته  تاوان اړول په څرګنده د  نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د منشور خلاف ورزی ده او دغه راز د ایرا دعلمی ،څیړنیزو او پوهنتوني مرکزونو په نښه کول د عمل او فرهنګ د له مینځه وړلو په معنا دي چې باید ملګري ملتونه اواړونده مرجع اورګانونه دې په دې اړه خپل مسئولیّت وپيژندي او چا ته دې د خپل سریتوب او  د نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو اجازت نه ورکوي،کنه نو دغه دود به  خطرناکې پایلې ولري او ددغه شان سپيرو اقداماتو مخه نه نیولل به د نړیوالو اورګانونو په تیره بیا دملګروملتو په څير ستر مرجع اورګان حیثیّت او باؤر ترپوښتنې لاندې راولي.  

ددغه شکایت په بلې برخې کې هم ټينګار شوی دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د عمومی بیخ بینائيو  په ضد د غیر قانوني او قصدي  حملو ته په ځواب کې د  د ملګروملتو د ۵۱ مادې  په اساس د ایران اسلامی جمهوریت خپل حق خوندي ساتي او  دخپلو ملي حیاتي ګټو، مځکنئ بشپړ تیا او  حاکمیت د بشپړ  حفاظت او خوندیتوب لپاره  به ټول لازم  او متناسب تدبیرونه غوره کړي.

 په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازي همدارز د ملګروملتو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلاجلا لیکونو کې  په ایران باندې د حملو لپاره امریکا او صهیونیسټي رژيم ته د خپلې خاورې او فضصا په اختیار کې  په ورکولو باندې د کویت،عربستان، قطر او متحده عربی اماراتو د اقداماتو  ددوام خبر هم ورکړ.

 په دغه شکایت کې هم راغلي دي،د  ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو په وسیله د ترسره شوو ارزونو  او پلانونو په اساس  ثابته شوې ده چې تیریګر هماغه راز د کویت،قطر، امارات او عربستان  له حدودو اوهوائي حریمه  دایران داسلامی جمهوریت په ضد د غیرقانوني  پوځي حملو د  دپلانونې ،اجرا، د تجهیزولو او چمتووالی لپاره  استفاده کړې ده.  د یوه  ثالث  حکومت او د حدودو په ضد د وسلوالو حملو د ترسره کیدااو  د   تیریو د اعمالولو   لپاره  د خپل ټاټوبی په  اختیار کې د ورکولو له  امله د حکومتونو  نړیوال مسئولیّت ته په پام سره، د ایران اسلامی جمهوریت ددغو غیرقانوني اقداماتو  په باب خپل سخت او پریکنده اعتراض اعلانوي او ددغوهیوادونو له حکومتونو څخه په جدي توګه غواړي، د ښه ګاونډيتوب اصول دې رعایت کړي  او د ایران د اسلامی جمهوریت  په ضد دې د خپلو حدودو څخه د  استفادو ددوام  مخنیوی  وکړي.

 د شکایت په پاي کې  هم راغلي دي ، د ایران اسلامی  جمهوریت  د نوموړو  هیوادونو  حاکمیّت ته د احترام او د ښه ګاونډيتوب  اصل ته په عین پابندئ کې  د خپلې  سیاسی خپلواکئ ،مخکنئ بشپړ تیا  او د  حاکمیّت د خوندي ساتلو په خاطر ،دروا دفاع دشخصي  حق د اعمالولو پشمول  ټول لازم او ضروري   تدبیرونو د غوره کولولپاره حق حق محفوظ ساتي.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171860

captcha