IQNA

د ایران د ولس او مقاومتی جبهې په ملاتړ کې د عراق د خلکو میلیوني لاریون(انځوریز راپور)

13:32 - April 05, 2026
د خبر لمبر: 3492634
ایکنا - د عراق ولس  پرون  په بغداد کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د شجاع او میړني ولس او پوځ او د مقاومتي جبهې په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.

ایکنانیوز د عراق  د  واع خبری آژانس له قوله  راپور راکوي، د عراق  ولس په خودجوشه او د خپلې اسلامی او انساني دندې ته په پام سره  په پلازمینې بغداد کې میلیوني غونډه او لاریون وکړ او پخپلو اسلامی دندو باندې په عمل سره ئې شعارونه ورکول،چې د ایران د اسلامی جمهوریت ولس او حکومت او پوځ او مقاومتی چورلیز د خپلو ټاټوبو او اسلامی ارزښتونو دفاع له هرڅه زیات مهم  ګڼي او د خپلې وروستۍ سلګئ پورې د تیریګرو په وړاندې د خپل ټآټوبی دفاع کوي.

دوي دغه راز پخپلې غونډې سره د سیمې اسلامی هیوادونو او ګاونډیانو ته  هم دا پیغام ورکړ چې که په سیمې کې  امنیت اوسوله غواړئ او که پخپلو  هیوادونو کې  ترقي او ثبات غواړئ نو باید لاسونه سره په لاسونو کې ورکړئ او له خپلو هیوادونو تیریګر و دوکه باز او شر جوړونکي امریکائي او صهیونیسټي تیریګر ځواکونه  ویستلو ته اړ کړي،که نو  هیڅکله به د امنیت او سولې  خوند ونه څکي او دا هغه ځواکونه دي چې هیڅکله به هم د سیمې او دسیمې د ملتونو په ګټه هیڅ اقدام ونه کړي او د دوي ټولې هڅې یوازې د  ګریټ اسرائيل،نومې پروژې پلي کول دي او یوازې خپلې ګټې ورته مهمې دي.

د عراق د بغداد میلیوني لاریون  په اړه ایکنانیوز یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4344502

captcha