ایکنا – د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې د جرالډ فورډ جنګي بیړئ په یوې جوړې کړئ شوي کیسې سره له سیمې دغه جنګي بیړئ وتښتیوله او پلمه ئې جوړه کړه، ووئيل؛ د ټولو امریکائي ترهه ګرو عسکرو عاقبت له سیمې د دوي په تښتې کې دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارن د قدس ځواک قومندان جنرال اسماعیل قااني په ټولنیز چینل کې د امریکا کرغیړن ولسمشر ټرامپ ته په پیغور ورکولو سره لیکلي دي،چې جنایتکار ټرامپ باید د جیرالډ فورډ جنګي کشتۍ قومندان هم باید له کاره لیرې کړي.
د پارس ټوډی د راپور پراساس د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان جنرال اسماعیل قااني په یوه پیغام کښې ولیکل: جنایتکار ټرامپ باید د امریکا د جیرالډ فورډ جنګي بیړۍ قومندان هم له کار څخه لیرې کړي.
د دغه جنګي کشتۍ قومندان جرات ونکړ چې د یمن د صلابت لرونکو خلکو او د اتلواله مجاهدینو د ویرې په خاطر له باب المندب اوبلارې تیر شي او له دوې(۲) اونۍ سرګردانۍ او په جعلي قیصې سره له سره سمندر او سیمې وتښتید.
جنرال اسماعیل قااني ټینګار وکړ د امریکا د ټولو ترهګرو پوځیانو عاقبت له سیمې څخه په تښتې کې دی او له دې پرته بله چاره نه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4344310