IQNA

د عربستان په الجبیل کې د پیټروکیمیکل ستر شرکتونه ټارګټ شول(فیلم)

14:33 - April 07, 2026
د خبر لمبر: 3492643
ایکنا – نن سه شنبې سهار وختي  د  ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو دتوغندوي او ډرونز یونټونو په وسیله دعربستان  په الجبیل صنعتي سیمې باندې سختې حملې وشوې او د چاودنو  او د اور د لمبو ځوږ پکې ښکاره شو.

ایکنانیوز راپورراکړ، څو ساعته مخکې  دعربستان په الجبیل صنعتي سیمې باندې د پراخوډرونز اوتوغندوي برید په نیتجې کې درندې چاودنې  اوریدل شوي دي.

الجبیل صنعتي سیمه   د نړئ دټول پيټروکیمیکل  تولید  له  کابو شپږو تر اتو فیصدو پورې  تولید ځان ته بیل کړی دی.

 د عربستان الجبیل صنعتی ښارګوټی  د سعودي عرب د پیټرو کیمیکل د ټولو تولیداتو  څه دپاسه نیم تولیدات  لري.

 دعربستان دغیر تیلی صادراتو څخه د جبیل ونډه  تر ۸۵ فیصدو پورې ذکر شوې ده.  په الجبیل کې  په پيټرو کیمیکل سترو پروژو کې  د  Sadara:  کمپلیکس ، د ډاؤ کیمیکل امریکائي شرکت سره ونډه لرونکي ستره پروژه ده  او  دتولیداتو  ۲۶یونټونه لري . په کال کې  څه دپاسه درې میلیون ټنه کیمیکل محصولات تولیدوي.

آمیرال  پروژه؛ دغه پروژه د آرامکو په  وسیله (۶۲.۵ فیصده) او د ټوټل انرژیز (۳۷.۵ فیصده) اجرا کوي او د هغو دتولید ظرفیّت  ۱.۶۵ میلیون ټنه  اتیلن او  څه دپاسه  ۲.۷ میلین ټنه کیمیکل محصولات دي.

 دعربستان سابیک شرکت . د مینځني ختیځ  دپيټروکیمیکل شرکتونو کمپلیکس  د امریکا په ونډو سره  د دغه ښارګي یوترټولو لوي پانګوال شرکت دی.

ایکنانیوز  د ایران د توغندوی اوډرونز  د حملې له امله په دغو  تاسیساتو کې  دپراخ اور ځیني نور ویډیوئي کلیپونه هم ترلاسه کړي چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4344884

captcha