
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د خارجه وزارت ویندوي په ایکس چینل کې لیکلي دي،د اسلام اباد مذاکرات په تیر یوه کال کې د ایران او امریکا ترمینځ ترټولو اوږدې خبرې اترې وې.په اسلام اباد کې په خبرو اترو کې دهرمز تنګي او سیمې پشمول ډير پیچلي شرائط او موضوعګانې ورزیاتې شوې، طبیعي خبره وه چې ددغو موضوعګانو یوازې په ۲۴ ساعتونو کې د حل تمه ،له انتظاره لیرې ده. په دغه پړاؤ کې دواړو لورو په ځينو زمینو کې سره موافقه وکړه ، او دهرمز تنګي او سیمه ایزو مسئلو پشمول په ځينو زمینو کې سره اختلاف او د نظر لیریوالی موجود ؤ.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه خبرې اترې له څلویښت ورځني جنګ او اور بند وروسته په یوې بې اعتماده بلکې په یوې بدګمانه فضا کې ترسره شوې،ووئيل؛ امریکا د اسرائيلي رژيم په ګډون سره په تیرو نهو میاشتو کې دوه ځله تیری کړي دي. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ډيپلوماسي پاي ته ورسیده ووئيل؛ ډيپلوماسي هیڅکله هم پاي ته نه رسیږي،خارجه وزارت د ملی ګټو د ساتلو،خوندیتوب او تامینولو لپاره یو آوزار دی او د ایران،پاکستان او دوست اوګاوندیو هیوادونو ترمینځ به سلامشورې هماغه راز دوام ومومي.
د اسلام اباد دخبرو اترو له پاي وروسته د امریکائي پلاوي مشر او ددغه هیواد د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د امریکا د ادعاګانو په تکرارولو سره ووئيل؛ مونږاوس ۲۱ ساعتونه کیږي چې په کاراو خبرو بوخت یوو او له ایرانیانو سره مو ډير کوټلی بحثونه درلودل، دا ښه خبره ده ،خو له دې بد خبر دا دی چې مونږ کومې موافقې ته ونه رسیدو او فکر کوم دا د امریکا په نسبت د ایران لپاره ډير بد خبر دی.
https://iqna.ir/fa/news/4345907