
ایکنانیوز د امریکائي اسلامی اړیکو د شورا له قوله راپور راکوي، د متحده ایالاتو له درستو جوماتونو غوښتل شوي دي چې د راتلونکي مئ په دریمه نیټه( د غواړي یا اردبیهشت د میاشتې په دیارلسمه نیټه) دې خپلې دروازې پر ټولو غیر مسلمانو پرانیزي.
د امریکائي –اسلامی اړیکو شورا(CAIR) پرون ناوخته د مسلمانانو امریکائي شورا (USCMO)سره یوځاي د جوماتونو د پرانیستو دروازو په ملي ورځ کې ګډون ته د جوماتونو د هڅولو په لړ کې له دغې پيښې سره یوځاي شوه.
هغه جوماتونه او اسلامی مرکزونه چې د پرانیستو جوماتونو په ملي ورځې کې له ګډون سره ګدوهمن دي ، د CAIR په ویب سایټ کې فارم بشپړولی شي. جوماتونه همداراز د جوماتونو د پرانیستو دروازو د ورځې د پلانونې د USCMO له لارښونکو بروشرو څخه د خپلو پلانونو لپاره استفاده کولی شي.
په درستې امریکا کې ګډون کونکي جوماتونه او اسلامی مرکزونه، د ټولو دینونو او مخینه لرونکو پیرو کارو او خپلو ګاونډیان ته به بلنه ورکړي او وبه ئې هڅوي څو د مسلمانانو د عبادت ځایونو ته ورشي،له خپلو مسلمانو ګاونډیانو سره لیده کاته وکړي او د دینونو ترمینځ په خبرواترو کې ګډون وکړي.
سږکال د جوماتونو د پرانیستو دروازو د ملی ورځې شعار؛یو ملت ،یو خداي دی؛ دی چې د سیاسی چیلنجونو ، بلواؤ او د نفرت اوکرکې د زیاتیدا په اوج کې د ګډو ارزښتونو په اساس د ملی وحدت پراهمیّت ټينګار کوي.
د USCMO عمومی منشي اسامه جمال په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ مونږ په درست هیواد کې له ټولو جوماتونو او اسلامی مرکزونو غواړو چې په دغه په زړه پورې او ډير ضروري نوښت کې ګډون وکړي. دم ونږ ایمان مونږ ته رازده کړې ده چې ټول خپلو جوماتونو ته دعوت کړو او د خپلو ګاونډیانو احترام او قدرونه وکړو . مونږ په درست هیواد کې دټولو ټولنو وګړو ته بلنه ورکوو، څو له جوماتونو دې کتنه وکړي او له خپلو مسلمانو ګاونډیانو سره لیده کاته وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4346545