
ایکنانیوز راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه ساعت کښې اوه ادعاګانې وکړې چې ټولې ئې دروغ دي ولیکل: په دغو دروغو وئیلو سره په جنګ کښې بریالي نشول او هم به په خبرو کښې بریالي نشي.
قالیباف په دې خبرې په ټینګار سره چې د کلابندۍ په دوام سره به د هرمز سمندري اوبلاره خلاصه نشي، وویل په هرمز اوبلارې کښې به تګ راتګ د ټاکل شوي لارې پراساس او د ایران په اجازت سره ترسره شي.
هغه وویل: د هرمز سمندري اوبلارې خلاصیدل او د هغه په هکله قوانین میدان په ګوته کوي نه ټولنیز اینټرنیټي سایټونه.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په پاي کښې وویل:رسندوي جنګ او د افکارو انجنیرډ کول د جنګ یوه مهمه برخه ده او د ایران ملت د دغو چالاکیو او دوکو تر اغیز لاندې نه ورځي.
https://iqna.ir/fa/news/4346985