
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی، د پاکستان د پوځ په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي، ایران ته دپاکستان د پوځ د لوي قوماندان فیلډ مارشل درې ورځنی سفر د مینځني ختیځ د شخړې له ختمولو سره د مرستې لپاره د پاکستان د کلک هوډ ښودنه کوي.
د پاکستان د پوځ په دغې اعلامیې کې د ایران اسلامی جمهوریت ته د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان او د دفاعي ځواکونو د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ددرې ورځني سفر د پاي په اعلانیدا سره ټينګار شوی دی چې دغه سفر ، د مینځني ختیځ د بحران د سوله ایز حل لپاره د آسانتیاؤ او په سیمې کې د سولې، ثبات او هوساینې د لوړتیا لپاره د پاکستان دکلک هوډ او ارادې ښودنه ده.
په دغې اعلامیې کې د پاکستان د دپوځ د عمومی اړیکو ادارې ائي ایس پی آر خپره کړې ،راغلي دي،فیلډ مارشل عاصم منیر د ایران داسلامی جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلیمان له مشر محمد باقر قالیباف او نورو لوړبوړو پوځي چارواکو سره لیده کاته کړي، او د دوو اړخیزو اړیکو او د روانو حالاتو او دغه راز د ایران او امریکا ترمینخ د اسلام اباد د خبرواترو او دغه راز د دغو خبرواترو د احتمالی پړاؤ په باب سره مشورې او د نظر تبادله کړې ده.
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی چې دغه سفر په مینځني ختیځ کې د شخړو له سوله ایز حل او په سیمې کې د سولې، ثبات او هوساینې د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د جدي هوډ او کلکې ارادې نښه ده. او د شخړو تر ختمیدا پورې به دغو هلوځلو ته دوام ورکړي.
https://www.irna.ir/news/86130171