
ایکنانیوز د ګارډین انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، دغه خپرونې د ؛وایرل شوی بریالیتوب؛ ایران دټولنیزو رسندویو په جنګ کې ، د سترو ټیکنالوجیو لرونکي ټاتوبی ته ماته ورکوي: په عنوان سره په یوه راپور کې ليکلی دي، که ایران توانیدلی ، په هغې چټکئ سره چې د ډيرو کتونکو په خوښې محصولات تولید کړي ، ویجاړونکي توغندي تولید کړي ، نو متحده ایالاتو مرکزي قوماندانئ (سنټکام) به تر دې دمه تسلیم شوی ؤ.
دغې خپرونې په دوام کې لیکلي دي، د ایران او امریکا د جنګ یو لاعجیبه او ناببره اړخ دا دی چې ایران ، یعني هغه هیواد چې د لویدیځي رسندویو او کلتور په باب په یوه محافظه کار او دښمن حکومت مشهور دی، د ټولینزو رسندویو په جنګ باندې د مسلط کیدا په حال کې دی او دخپل زیډ نسل ټیکنالوجئ مبارزان ئې آزاد کړي دي څو د ټرمپ پر حکومت په ملنډو و مسخرو وهلو سره لویدیځوال مخاطبان جذب کړي.
په مقابل کې ډونالډټرمپ ، چې اوس د ریچرډ نکسن په شان د مواخذه خطرې سره مخامخ دی، له تیروتنو څخه لاس نشي اخستلی او مجبوره دی ، پخپل Truth Social سوشل ټولنیز چینل کې خپل بوږنونکی پُسټ چې ځان ته ئې د مسیح تشبیه ورړی ؤ حذف کړي او په نړیوال تجارت کې د ځوړتیا مسئولیّت په غاړه واخلي.
ګارډین په دوام کې لیکلي دي؛ د ایران اجتماعي رسندویو کړچار ، په انټرنیټي فضا کې د دغه هیواد د سفارتونو له پًسټونو رانیولې د پارلیمان دم شر محمد باقر قالیباف تر ټویټونو پورې له ټولو حیرانونکی دی.
په داسې شرائطو کې چې دغه هیواد څو اونئ کیږي چې د انټرنیټ له تورتم سره لاس او ګریوان دی، خو ددغه تورتم له مینځه داسې خلاقیتونه پنځوي چي لویدیځ ئې په شیشت کې راوستی او ټارګټ کړی ئې دی . د ایران د حکومت د پلویانو اکاؤنټونه ، د مصنوعي ذهانت(اې آئي) په وسیله تولید شوي هغه انیمیشنونه خپروي چې د جفری اپستین دوسیې دټرمپ جنګ سره اړونده کوي، یا دلویدیخ په ناکامیو باندې د ګوزارونو لپاره په نفس باندې په اعتماد سره او پر هغوی په تیره بیا پر ټرمپ له ملنډو وهلو څخه استفاده کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4347347