IQNA

د اسلامی امت په ضد تیري تر خطرناکې سوئې پورې رسیدلی دي

14:51 - April 23, 2026
د خبر لمبر: 3492696
ایکنا- د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر  د مستکبرانو په ضد دچغې د پورته کولو د  ورځې په مناسبت په یولړ  څرګندونو کې ووئيل؛د اسلامی امت په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم تیري تر پراخو سیو  رسیدلي دي او  د مینځني ختیځ  د بدلون   له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په څير  د پلمو په شان عنوانونه دوکه او جوړشوي پلانونه دي.

ایکنانیوز دالمسیره له قوله راپور راکړ، د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي ټينګار کړی، د دریمې زریزې په پیل کې  د اسلامی امت په ضد امریکائي صهیونیسټي یرغلونه  اوس، یوې پرمختللي  او ډيرې خطرناکې مرحلې ته منتقلې شوي دي.

هغه زیاته کړې ده،  د مینځني ختیځ د بدلون او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په څير پلمې  او د نور  دخالت کونکي شعارونه  ټول  دردوغجن، ډَډ او دوکه ورکونکي عنوانونه دي.

الحوثي جوته کړې ده، امریکائي صهیونیسټي  یرغلونه په حقیقت کې  اسلامی امت  د دښمنانو په وړاندې  د تسلیمیدا او د وفادازې د اعلان لپاره  د زیاتره مشرانو،حکومتونو او رژیمونو له بیړناکو اقداماتو سره یوځاي شول.

سیدعبدالمالک الحوثی ووئيل؛  د ځینو رژيمونو ،حکومتونو او مشرانو مریّتوب او بیړناک اقدامات د هغو امریکائي صهیونیسټي  یرغلونو په خدمت کې دي چې ددغه امت نیالګئ  ئې ټارګټ کړی دی، دغه وضعیت د امت لپاره  لوئې خطرې له ځان سره لري، په داسې حال کې  چې غوره وه، اسلامی امت په عمومی بسیج سره له دغو یرغلونو سره  مقابلې ته پورته شي او د دوی په وړاندې مقاومت وکړي.

 هغه روښانه کړې ده، دخداي په لاره کې جهاد  او   د مسئولیّت منلو په اساس په ټولو ډګرونو کې خوځښت، له مریّتوب او ذلت سره  په مخالفت کې یوازینئ سم دریځ دی.

 د یمن د انصار الله ولسی غو رځنګ رهبر  زیاته کړې ده،د امت په اوسنی واقعیّت کې د ذلت او مریّتوب په ردولو کې سم دریځ ، محدود دی او د پتمنو  یوازې په یوې مشخصې دایرې کې  دامت کلکه دریدا لیدل  کیږي.

هغه ټينګار وکړ،  دامت لټي او سستي ، دښمنان د دوي دتوانمنیو او امکاناتو باندې  د مسلط کیدا په زمینې کې دښمان  سپين سترګي او لاپیاوړي کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4347857

captcha