
ایکنانیوز دالمسیره له قوله راپور راکړ، د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي ټينګار کړی، د دریمې زریزې په پیل کې د اسلامی امت په ضد امریکائي صهیونیسټي یرغلونه اوس، یوې پرمختللي او ډيرې خطرناکې مرحلې ته منتقلې شوي دي.
هغه زیاته کړې ده، د مینځني ختیځ د بدلون او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په څير پلمې او د نور دخالت کونکي شعارونه ټول دردوغجن، ډَډ او دوکه ورکونکي عنوانونه دي.
الحوثي جوته کړې ده، امریکائي صهیونیسټي یرغلونه په حقیقت کې اسلامی امت د دښمنانو په وړاندې د تسلیمیدا او د وفادازې د اعلان لپاره د زیاتره مشرانو،حکومتونو او رژیمونو له بیړناکو اقداماتو سره یوځاي شول.
سیدعبدالمالک الحوثی ووئيل؛ د ځینو رژيمونو ،حکومتونو او مشرانو مریّتوب او بیړناک اقدامات د هغو امریکائي صهیونیسټي یرغلونو په خدمت کې دي چې ددغه امت نیالګئ ئې ټارګټ کړی دی، دغه وضعیت د امت لپاره لوئې خطرې له ځان سره لري، په داسې حال کې چې غوره وه، اسلامی امت په عمومی بسیج سره له دغو یرغلونو سره مقابلې ته پورته شي او د دوی په وړاندې مقاومت وکړي.
هغه روښانه کړې ده، دخداي په لاره کې جهاد او د مسئولیّت منلو په اساس په ټولو ډګرونو کې خوځښت، له مریّتوب او ذلت سره په مخالفت کې یوازینئ سم دریځ دی.
د یمن د انصار الله ولسی غو رځنګ رهبر زیاته کړې ده،د امت په اوسنی واقعیّت کې د ذلت او مریّتوب په ردولو کې سم دریځ ، محدود دی او د پتمنو یوازې په یوې مشخصې دایرې کې دامت کلکه دریدا لیدل کیږي.
هغه ټينګار وکړ، دامت لټي او سستي ، دښمنان د دوي دتوانمنیو او امکاناتو باندې د مسلط کیدا په زمینې کې دښمان سپين سترګي او لاپیاوړي کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4347857