IQNA

امریکا به د سمندری کلابندئ د دوام په باب سخت ځواب وویني

15:57 - April 25, 2026
د خبر لمبر: 3492698
ایکنا- د خاتم الانبیاء(ص) مرکزی غونډ په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، که د امریکا تیریګر پوځ په سیمې کې سمندری کلبندۍ، سمندری غلا او شوکو ته دوام ورکړي، نو ډاډ دې ولری چې د ایران د اسلامی جمهوریت دقدرتمند وسلوالو ځواکونو له سخت عکس العمل سره به مخ شي.

ایکنانیوز  راپور راکړ، د خاتم الانبیاء(ص) د مرکزي غونډ د خبرتیا په متن کې راغلي دي، که د امریکا تیریګر پوځ  په سیمې :ې سمندري غلا، شکو او کلابندئ ته دوام ورکړي ، نو ډاډمن دې ووسي چې  د ایران د قدرتمند وسلوالو ځواکونو  له سخت عکس العمل سره  مخ شي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، امریکا دې پوهه شي، د ایران  د اسلامی جمهوریت  وسلوال ځواکونه د ملی ګټو او مځکنئ بشپړتیا او حاکمیّت  ددفاع لپاره  دتیر وخت په نسبت لازیات تیار او قدرتمند دي. چې ددغه هیواد پوځ  په دریم تپلي جنګ کې  د دغه یرغلیز توان او  اقتدار  یوه برخه تجروبه کړې ده.

 د اعلامیې په دوام کې راغلي دي، مونږ تیار یو و او کلک هوډ او اراده لرو  په سیمې کې د دښمنانو  دتګ راتګ او رفتار په  څارنې سره  او د هرمز تنګي د مدیریت او کنټرول په دوام سره  د امریکائي صهیونیسټي دښمنانو د بیا تیریو په بڼه کې  به دوي ته لازیات تاوانونه  وارد کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4348515

captcha