IQNA

د واتیکان د پاپ له خوا د ایران سفیر ته تر ټولو لوړ ډیپلوماتیک مډال ورکړل شو

13:29 - May 14, 2026
د خبر لمبر: 3492773
ایکنا-  دد نړئ د کاتولیکانو رهبر پاپ لئو څوارلسم  د واتیکان تر ټولو لوړ افتخاري ډیپلوماتیک مډال د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر،محمد حسین مختاري  ته ورکړ.

  ایکنانیوز راپو ر  ورکړ، د پاپ «اوردینه پیانو» مډال د واتیکان د مقدس دربار یو افتخاري نښان دی چې په ۱۸۴۷ میلادي کال کې د Pope Pius IX له خوا ئې بنسټ کېښودل شوی دی،

دغه مډال د واتیکان له تر ټولو لوړ شوالیه‌يي افتخاري نښانونو څخه ګڼل کېږي او معمولاً هغو سفیرانو او مشهورو شخصیتونو ته ورکول کېږي چې د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا، سولې او خبرو اترو کې مهم رول ئې لوبولی وي.

اعطای بالاترین نشان دیپلماتیک پاپ به سفیر ایران در واتیکان

په واټیکان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د راپور له مخې، دا مډال په داسې حال کې د ایران سفیر ته ورکول شوی چې د Pope Leo XIV وروستي حق‌غوښتونکي دریځونه، چې د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د تېري غندنه پکې شوې، په واتیکان کې  د ایران په سفارت پورې اړوند د هغو هڅو سره تړاو لري چې د سولې، عدالت او دغه راز د  جنګ ضده پیغام د روښانه کولو لپاره ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4351896

captcha