IQNA

د اردن مخکښ قرآني شخصیت وفات شو

4:50 - May 26, 2026
د خبر لمبر: 3492825
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د  کابو  ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.

یکنانیوز  د «الجریده»له قوله  راپور راکړ، نوموړي له قرآن کریم سره د ژورې مینې، د قرآن د نسخو او پاڼو د غونډولو  او ساتنې، او د الهي کلام د حرمت او سپېڅلتیا په شان د درناوي په وجه پېژندل کېده.

د جرش ولایت اوسېدونکو او فعالانو د دغه اویا کلن سړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړه؛ هغه چې د تقوا او د قرآن کریم د درناوي په لار کې د اخلاص او خدمت له امله مشهور و.

هغه یو ژور میراث پرېښود لی چې پکې د قرآن کریم شاوخوا ۲۰۰ زره نسخو ترمیم شامل دی؛ دا کار یې په شخصي لګښت او خپل عملي زحمت سره ترسره کړی و.

ابو زکریا یو نېک‌  انسان و او کړنې ئې لا هم د هغه د اخلاص او د خداي  تعالی د کتاب د خدمت ژوندی ثبوت ګڼل کېږي.

د فلسطین د بندیانو د ملاتړي فعال مړینه

په  عین  حال کې، فلسطین  ملي کړیو او د بندیانو د حقوقو  ادارو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲ ، د حاج محمد ادریس شراونه، مشهور په «ابو ثائر»، پر مړینې خواشیني څرګنده کړه. نوموړی د لسیزو راهیسې د فلسطینيو بندیانو او شهیدانو د آرمان د نه ستړي کېدونکي ملاتړ او په ټوله لوېدیځه غاړه کې د مقاومت د ملاتړ په ملي پروګرامونو او غونډو کې د دوامدار شتون له امله مشهور و.

پیشکسوت قرآنی اردن درگذشت

د فلسطین د بندیانو د کلب عمومي مدیر، امجد النجار،  ټینګار وکړ چې مرحوم د بندیانو پر وړاندې د وفادارۍ نښه  ؤ او له هغو لومړیو کسانو څخه و چې په ځانګړي ډول د سره صلیب د دفترونو مخې ته یې د بندیانو د ملاتړ په اعتراضونو او غونډو کې برخه اخیسته. هغه به له ځان سره قرآن کریم، د مسجدالاقصی انځور، د بېرته ستنېدو د حق سمبولیکه کلیمه، او د بندیانو او شهیدانو انځورونه ګرځول.

النجار وویل چې ابو زکریا د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د خپل ارام او دوامدار شتون  له امله مشهور و؛ هغه به د هرې غونډې او فعالیت له پیلېدو مخکې په سکون سره د قرآن کریم تلاوت کاوه. 

https://iqna.ir/fa/news/4354259

captcha