IQNA

په هرمز تنګي کې د د کشتیو د تګ راتګ د آسانتیاؤ او  د امنیت د تأمین لپاره چمتو یو

6:41 - June 02, 2026
د خبر لمبر: 3492856
ایکنا- پزشکیان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د مسؤلانه دریځ په یادولو سره وویل؛د ایران اسلامي جمهوریت تل د ډیپلوماسي د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزشیندونکې  لاره بللې ده، خو له بده مرغه ځینو اړخونو، په ځانګړي ډول امریکا، د خپلو ژمنو په ماتولو او همدارنګه د صهیونیستي رژیم د بې‌ثباته کوونکو اقداماتو له لارې، ډیپلوماټیک بهیرونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ  د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کې، ایران ته د جاپان د درملیزو او بشري مرستو مننه وکړه او د سیمه‌ییزو ستونزو او کړکېچونو د حل لپاره ئې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر لارې د ایران پر ټینګې  دریدا ټینګار وکړ.

پزشکیان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د مسؤلانه دریځ په یادولو سره وویل؛د ایران اسلامي جمهوریت تل د ډیپلوماسي د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزشیندونکې  لاره بللې ده، خو له بده مرغه ځینو اړخونو، په ځانګړي ډول امریکا، د خپلو ژمنو په ماتولو او همدارنګه د صهیونیستي رژیم د بې‌ثباته کوونکو اقداماتو له لارې، ډیپلوماټیک بهیرونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه د سیمې وروستیو بدلونونو  ته په اشارې سره، په لبنان کې د اوربند پرله‌پسې سرغړونې، د لبنانيانو د ومداره  کډوال کیدا  او د صهیونیستي رژیم له اقداماتو څخه د امریکا سیاسي او پوځي ملاتړ د اندېښنې وړ وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې وضعیت  پای ته د رسولو لپاره خپل اغېزشیندونکی مسؤلیت ترسره کړي

د ایران ولسمشر د نړیوالو سمندری لارو د امنیت او د کشتۍ چلونې د آزادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل؛د ایران اسلامي جمهوریت د سمندري تګ راتګ د اسانه کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري. اصلي ستونزه هغه محدودیتونه او خنډونه دي چې امریکا د ایران د کشتۍ چلونې او سوداګرۍ پر وړاندې لګولي دي.

هغه زیاته کړه:«ایران به هر هغه اقدام وکړي چې په هرمز  تنګي کې د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو او د دې ستراتیژیکې سمندری لارې د ثبات او امنیت د ساتنې لپاره اړین وي.»

د جاپان لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو حل‌لارو ملاتړ وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د تهران او ټوکیو اړیکې به په بېلابېلو برخو کې لا پراخې شي.

هغې د امریکایي چارواکو سره خپلو سلا مشورو ته په اشارې سره، د کړکېچونو د کمولو او د اختلافاتو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4355622

captcha