
ایکنانیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، د یمن پوځ باب المندب تنګئ د صهیونیسټي رژيم پر کشتیو بند کړ.
د یمن د وسلوالو ځواکونو ویندوي په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره ټينګار وکړ ، د صهیونیسټي رژيم لپاره په سره سمندر کې د کشتیو تګ راتګ په بشپړ ممنوع شوی دی.
جنزال یحیی سیریع په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران،فلسطین،لبنان،عراق او یمن کې دمقاومت او جهاد پر چورلیز د امریکائي صهیونیستي رژیم له تیریو سره دمقابلې په چوکاټ کې او دغه راز د نوی مینځني ختیځ په عنوان سره د لوی اسرائيلو د پروژې په پلي کیدا باندې د صهیونیسټي رژيم له پروژې سره په مخالفت کې و دغه راز په لبنان، غزې او ایران کې د پتمنو او قدرمنو ملتونو او د مونږ د ملت په ضد د امریکائي دښمن دظالمانه کلابندئ د ختمولو لپاره او ورسره ورسره په لبنان،ایراناو غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریو پهځواب کې او له وحشي دښمن سره دمقابلې په دوام کې د یمن وسلوالو ځواکونو په تل ابیب کې داسرائيلي جنایتکار دښمن په څو حساسو او پوځي مرکزونو باندې په څو توغندیو سره حمله وکړه.
د یمن د انصارالله په رسمي اعلامیې کې وئیلي دي، د اسرائيلو کشتئ له سره سمندر څخه تګ راتګ نشي کولی.
دباب المندب د مهمې اوبلارې اهمیّت له هرمز تنګي څخه کم نه دی ، له دغې ۲۹کلومیټري مهمې اوبلارې څخه د نړئ د سمندري تجارت کابو دولس فیصدي تګ راتګ یعني هره ورځ کابو ۹ اعشاریه درې میلیون بیرله تیل وړل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4356916