ایکنانیوز راپور راکوي، سید امید حسینینژاد د ایکنانیوز له خبریال سره په خبرو کې د دغو قرآني سیالیو د ترسره کېدو کیفیت ته په اشارې سره وویل:«دا سیالۍ اوس خپل پنځم پړاو ته رسېدلې دي او ورو ورو د نړیوالو قرآني سیالیو له مشهورو او معتبرو سیالیو څخه ګرځي. په تېرو پړاؤنو کې هم نامتو قاریانو ګډون کړی و او په دې پړاو کې هم مونږ د ممتازو او لوړ کیفیت لرونکو قاریانو شتون ولید.
هغه د تحقیق قرائت په برخې کې د ګډونوالو د لوړې کچې په اړه زیاته کړه:«ګډونوال لکه عبدالله زهیري، چې د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم قاري او د دې پړاؤ د دریم مقام ګټونکی و، له تکړه او ځانګړي سټایل او سبک لرونکو قاریانو څخه و. همدارنګه د افغانستان استازی او د ایران استازی یوسف جعفرزاده هم له خورا لوړې فني کچې برخمن وو او سیالۍ په یوه مسلکي او لوړ کیفیت لرونکي فضا کې ترسره شوې.»
حسینینژاد د ایران د کاروان د بریا د لامل په اړه وویل:«ایراني قاریان معمولاً تر نړیوالو سیالیو مخکې د کورنیو سیالیو بېلابېل پړاوونه تېروي او اړین پخوالي ته رسېږي. له همدې امله په نړیواله کچه هم تل د اصلي مدعیانو له ډلې څخه وي او دا موضوع د سیالیو د قاضیانو او تنظیموونکو لپاره هم ښه پېژندل شوې ده.»
دغه نړیوال قاري د خبرو په پای کې د سیمې د وروستیو تحولاتو د اغېزو په اړه وویل: د بېلابېلو هېوادونو ګډونوالو، په ځانګړې توګه د لبنان او ځینو افریقايي هېوادونو استازو، د سیمې له مظلومو ملتونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په اړه خبرې کولې او له دې دریځه ئې خوښي څرګندوله. آن ځینو ګډونوالو به چې ایرانیان ئې لیدل، د ایران د قدرت او اقتدار یادونه به ئې کوله او په دې اړه به یې جالب تعبیرونه کارول.»
https://iqna.ir/fa/news/4358162