د ایکنا د راپور له مخې، چې د Awaz the Voice له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، هندوستان د مهاراشتر په کلیوالو سیمو کې هندوان او مسلمانان له پېړیو راهیسې د محرم مراسم په ګډه لمانځي. خو یو کلی ځکه ځانګړی شهرت لري چې، سره له دې چې په هغه کې یو مسلمان هم نه اوسیږي، د محرم څو سوه کلن دود یې ژوندی ساتلی دی
د برادوادي (بوسانیوادي) کلی د راموشي (براد) قوم د خلکو استوګنځای دی. که څه هم په دې کلي کې یوه مسلمانه کورنۍ هم نشته، خو له څو پيړیو راهسې پکې د محرم دودیزه لمانځنه لا هم د دې کلي د فرهنګي هویت او ټولنیز یووالي نه بېلېدونکې برخه ده. د محرم د لسو شپو ورځو په اوږدو کې ټول کلی د دولسو امامانو په مینې او درناوي کې ډوب وي.
د دې لپاره چې د محرم د عزادارۍ مراسم د پخوانیو دودونو سره سم ترسره شي، د کلي اوسېدونکي له ګاونډیو کلیو څخه مسلمان دیني عالمان وربولي، څو ټول مراسم د اسلامي آدابو او دودونو له مخې ترسره کړي.
د راموشي ټولنه له ډېر پخوا راهیسې د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې د مقاومت له امله پېژندل کېږي. د بوسانیوادي خلکو د همدې میراث په دوام، د محرم مراسم له ټولنیز پوهاوي او عامه خدمتونو سره تړلي دي. د محرم په شپو ورځو کې ګڼ ټولنیز پروګرامونه ترسره کېږي؛ د اړمنو ناروغانو د مرستې لپاره د وینې ورکولو کیمپونه جوړېږي، همدارنګه د ټولنیزو ستونزو په اړه د پوهاوي د لوړولو لپاره ترانې او تیئتري نندارې وړاندې کېږي.
دغه لس ورځنی پړاو په کلي کې ټولنیز یووالی هم پیاوړی کوي. کورنۍ د ماهاپراساد په نوم د یوې ګډې مېلمستیا لپاره سره ټولېږي. د کلي ډېر هغه ځوانان چې د کار او سوداګرۍ لپاره ممبۍ او پونې ښارونو ته تللي، په ځانګړي ډول د محرم په مراسمو کې د ګډون لپاره خپل کلي ته ستنېږي. په همدې شپو ورځو کې کلی د کورنیو د غونډيدو په یوه مهم مرکز بدلېږي.
د سپورټ ښوونکي انکوش مندل د دې ځانګړو مراسمو په اړه وویل:په برادوادي کلي کې د محرم مراسم زموږ د کلي د یووالي ملا تیر دی. زموږ نیکونو دا دود د هند له خپلواکۍ څخه مخکې راهیسې ساتلی او اوس هم موږ همدا دود ژوندی ساتو. زموږ په کلي کې د پرګنو ترمنځ هېڅ ډول توپير نشته. موږ ټول په دې باور سره سره راټولېږو چې خدای د ټولو لپاره یو دی. زموږ د کلي خلک پر دولسو امامانو ژوره عقیده لري.
د کلي د مالیاتي چارو مسئول شیوشانکر ماندل هم وویل: دولس امامان [علیهمالسلام] زمونږ د کلي د خلکو د عقیدې اساسي چورلیز جوړوي.
https://iqna.ir/fa/news/4360548