د ایکنا د راپور له مخې، چې د آناتولي خبري اژانس له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، صهیونیستي رژیم وروسته له دې چې د « خپلې خوښې مهاجرت»په عنوان سره ئې د غزې د خلکو د بېځایه کولو هڅې ناکامې شوې، اوس نوې طرحه وړاندې کړې او د پخوانۍ طرحې نوم ئې بدل کړی دی.
د صهیونیستي رژیم د ۱۳ ټيلویژني چینل د راپور له مخې، د دغه رژیم چارواکو د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې دا موضوع وڅېړله او نوې طرحه ئې تصویب کړه.
د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم خپلو امنیتي ادارو او موساد ته امر کړی چې له دې وروسته د غزې د خلکو د بېځایه کولو لپاره د «خپلې خوښې مهاجرت» اصطلاح ونه کاروي.
دا اقدام وروسته له دې وشو چې دغه اصطلاح له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ شوه، ځکه نړیوالې ټولنې دا د اجباري بېځایه کولو د دودیدا یوه هڅه بلله.
همدا موضوع لامل شوه چې ډېرو هېوادونو د غزې د فلسطینيو اوسېدونکو له منلو سره مخالفت کړی.
د راپور له مخې، له دې وروسته به په ټولو رسمي غونډو او مکتوبونو کې د «د تګ راتګ د آزادۍ طرحه» اصطلاح وکارول شي.
۱۳م چینل پخپل راپور کې زیاته کړې ، هغه سرچینې، چې له اړوندو هېوادونو سره په اړیکې کې دي، هیله څرګندوي چې د اصطلاحاتو بدلون به د دغو هېوادونو په دریځونو کې هم بدلون راولي او دا طرحه به له خپلو پخوانیو ناکامیو وروسته بېرته ژوندۍ کړي.
د روان کال په اپرېل میاشت کې، اسرائیلي ورځپاڼې هاآرتص راپور ورکړی ؤ چې بنیامین نتانیاهو خپلې د نړیوالو چارو سلاکارې کارولین ګلیک ته د فلسطینیانو د بېځایه کولو د پروګرام د پرمخ وړلو دنده سپارلې وه.
په دې هڅو کې له سومالیلنډ او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت سره اړیکې هم شاملې وې، خو دغو هڅو کومه پایله ور نه کړه.
اوس مهال شاوخوا ۲.۴ میلیون فلسطینیان په غزې تړانګې کې ژوند کوي؛ هغه سیمه چې صهیونیستي رژیم له ۲۰۰۷ کال راهیسې کلابنده کړې ده، او دغه محاصره په وروستیو کلونو کې د غزې پر ضد د پوځي بریدونو له امله لا پسې سخته شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4361017