د ایکنا د راپور له مخې، چې د عراق د رسمي خبري اژانس واع له قوله ئې خپور کړیراغلي دي، په دې اعلامیه کې وئيل شوي دي د فساد پر ضد جګړه، چې له ډېر وخت راهیسې روانه ده، که د ترهګرۍ پر ضد له جګړې سخته نه وي، تر هغې اسانه هم نه ده. هغه باعزته عراقیان چې د ترهګرۍ پر وړاندې ئې په مېړانه مبارزه وکړه، د خدای په مرسته کولای شي د فساد پر ضد هم ډګر ته راووځي او که دا مبارزه په سمه، مسلکي او پرېکنده توګه اداره شي، نو په هغې کې به هم بریالي شي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې بیا خپرې شوې چې د نن ورځې له سهاره د عراق یو شمېر سیاستوال او د پارلمان استازي، چې د فساد په قضیو کې تورن دي، نیول شوي او د هغوی د نیولو لړۍ لا هم روانه ده.
تر دې مخکې، یوې لوړپوړې سرچینې د عراق رسمي خبري اژانس ته ویلي وو چې د عراق د تیلو وزارت د مرستیال د اعترافونو پر بنسټ، د فساد په دوسیو کې یو شمېر تورن کسان نیول شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4360884