د ایکنا د راپور له مخې، د «محفل»ټيلیویژني پروګرام د دارالقرآن الکریم ادارې په همکارۍ د قرآني شخصیتونو او ځانګړو قرآني سوژو د پېژندنې او معرفي کولو لپاره یوه رسمي بلنه (دعوت) خپره کړې ده
په دې بلنه کې د قرآن کریم له استادانو، فعالانو او مینهوالو غوښتل شوي ، هغه اشخاص، کورنۍ او یا ډلې دې ورمعرفي کړي چې د خپلو قرآني فعالیتونو، د قرآن پر بنسټ د ژوند کولو طریقې او اغېزناکو هڅو له امله د ټولنې لپاره د الهام او بېلګې حیثیت لري، څو په دغه پروګرام کې ګډون او خلکو ته وروپېژندل شي.
د دې طرحې تنظیموونکو ویلي، د دې بلنې اصلي موخه د «قرآني خزانو» پېژندنه او د هغو ظرفیتونو، تجروبو او بریالیو نمونو را څرګندول دي چې د قرآني فعالیتونو په ډګر کې ارزښتناک دي، خو تر اوسه خلکو ته په کافي اندازه نه دي ورپېژندل شوي.
د دې دعوت او بلنې له مخې، ټول ګروهمن کولای شي د خپلو وړاندیز شویو سوژو معلومات د survey.porsline.ir په سسټم کې ثبت کړي او د دغو ارزښتناکو قرآني ظرفیتونو د پېژندنې او معرفي کولو په بهیر کې ونډه واخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4362865