IQNA

د حسینی اربعین د روغتیا شپږم نړیوال کانګرس ته د ۵۰۰ علمي مقالو لېږل

15:46 - July 16, 2026
د خبر لمبر: 3493033
حسینی اربعین
ایکنا- د  حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او  دغه راز ئې وویل، د موکب‌دارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو  دي.

 ایکنا د راپور له مخې، د حسیني اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې وحیده مرادي له ایکنانیوز  سره په خبرو کې، د هېواد له داخل او بهر څخه د ۵۰۰ مقالو د ترلاسه کېدو په یادولو سره وویل؛ په دې پړاو کې به د کانګرس په چوکاټ کې ۱۲ تخصصي پینلونه او اووه روزنیز ورکشاپونه ترسره شي.

هغې زیاته کړه چې دغه کانګرس به د چنګاښ میاشتې په ۲۸  او ۲۹  (یکشنبه او دوشنبه) د ایران د طبي علومو په پوهنتون کې ترسره شي.

مرادي وویل:د کانګرس د جوړېدو په لومړیو کلونو کې، ځکه چې د حسینی اربعین د روغتیا اړونده موضوعګانې لا د ترسیم او بنسټ اېښودنې په پړاو کې وو، مونږ د روغتیا له لومړنیو او بنسټیزو موضوعاتو څخه پیل وکړ، او هڅه مو دا وه چې هغه تخصصي ډلې چې د اربعین پر مهال د روغتیا او حفظ الصحې خدمتونه وړاندې کوي، له هغو مقالو او علمي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کولی شي چې په دې برخه کې تولید شوي دي.»

هغې دوام ورکړ:خو هغه تجروبې او زده‌کړې چې هر کال د حسینی اربعین په مراسمو کې ترلاسه شوې، د خلکو د پوهاوي او د روغتیائي کارکوونکو د خدمتونو د ښه کېدو لامل شوې دي. له همدې امله، هر کال د کانګرس لپاره نوې تګلارې ټاکل کېږي، او سږ کال هم د لومړي ځل لپاره نوښتګر او نوې موضوعات مطرح کېږي.»

میرمن مرادي څرګنده کړه:خادمانو او موکب‌دارانو ته د روغتیا او حفظ الصحې د اصولو روزنه د سږني کانګرس له مهمو موضوعګانو څخه ده. د اربعین ډېری موکبونه د خلکو له خوا په خپله خوښه اداره کېږي، له همدې امله یو ځانګړی تخصصي پینل د موکبونو د خاوندانو او هغو کسانو روزنې ته ځانګړی شوی چې په موکبونو کې کار کوي، څو موکبونه د لوړو روغتیائي معیارونو له مخې اداره کړي.

د حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې زیاته کړه:په وروستیو څو کلونو کې د ټولنې د خلکو لېوالتیا دودیزې (سنتي) درملنې ته زیاته شوې ده، له همدې امله مو یو پینل هم دې ته ځانګړی کړی چې څنګه له دودیز  طب څخه په علمي ډول د اربعین د زائرینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره استفاده وشي.

هغې همدارنګه وویل:مونږ د ګڼو خلکو د غونډیدا د مدیریت لپاره د مصنوعي ځیرکتیا(اې آئي) پر موضوع هم کار کړی او د همدې موضوع لپاره مو یو ځانګړی پینل په پام کې نیولی دی.

مرادي د خپلو خبرو په پای کې وویل:پخوا د کانګرس موضوعات ډېر عمومي وو، خو اوس چې په اربعین کې ځانګړې ډلې، لکه د خوریدونکو ناروغیو لرونکي کسان، د هاضمې ناروغان، سپین‌ږیري، ماشومان او نور هم ګډون کوي، نو د دغو ډلو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم علمي موضوعات څېړل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4363826

captcha