د ایکنا د راپور له مخې، چې د المسیره چینل له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، د یمن د صعده ولایت اوسېدونکو د جمعې په ورځ، د انصارالله ولسی غورځنګ د رهبر عبدالملک الحوثي د بلنې په ځواب کې د «د خبرتیا او بشپړ چمتووالي جمعه» په عنوان سره پراخ لاریون و کړ.
د دې لاریون په اعلامیې کې امریکا، صهیونیستي رژیم، بریتانیا، د هغوی سیمهییزو ملاتړو او عربستان ته خبرداری ورکړل شوی او ټینګار شوی چې ولس او رسمي بنسټونه د محاصرې د ماتولو، د یرغل د پای ته رسولو او د نیواک د ختمولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په اعلامیې کې راغلي دي:موږ د اسلامي امت د قضیو او د هغه د سپېڅلو ارزښتونو، په ځانګړي ډول د فلسطین د مسئلې او د مسجدالاقصی د ملاتړ په اړه پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ یو. زموږ انتخاب ازادي، عزت او خپلواکي ده، او هېڅکله به د سعودي دښمن او د نړیوال صهیونیزم د څانګو، یعنې امریکا او صهیونیستي رژیم، پر وړاندې تسلیم نه شو.»
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي:زموږ اصلي غوښتنه د ورته ځواب ورکول دي؛ محاصره د محاصرې په مقابل کې، هوايي ډګر د هوايي ډګر په مقابل کې، او په سترګو کې د سترګو اچول . موږ له خپلو وسلهوالو ځواکونو غواړو چې د یرغلونو پر وړاندې د خپلو ځوابي اقداماتو کچه لا لوړه کړي. موږ د مبارزې د ملاتړ او قربانۍ لپاره په لوړې کچې چمتووالی لرو. همدارنګه، د ایران له اسلامي جمهوریت او د ایران له مبارز ملت څخه د هغه بشري اقدام او د یمن د محاصرې د ماتولو لپاره د هغوی د هڅو له امله مننه او قدرداني کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4364482