IQNA

د حسیني اربعین زیارت لپاره د حشد الشعبيخدماتي پلان پیل شو

15:43 - July 19, 2026
د خبر لمبر: 3493045
حسینی اربعین
ایکنا- د عراق د الحشد الشعبي ادارې د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې د حسینی اربعین د زیارت لپاره ئې ځانګړې خدماتي طرحه پیل کړې ده.

د ایکنا خبري اژانس د راپور له مخې، چې د عراق د رسمي خبري اژانس (واع) له قوله یې خپور کړی راغلي دي، حشد الشعبي مبارز ځواک پخپلې یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ځانګړې خدماتي طرحه د حشد الشعبي د لوي درستیز عبدالعزیز المحمداوي په لارښوونه او د کربلا ولایت له والي سره په همغږۍ پيل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، اړوند ماشینونه او مسلکي کاري ډلې د کربلا سپېڅلي ښار بېلابېلو محورونو او سیمو ته استول شوي، څو د پاککارۍ، د سړکونو د چمتو کولو، له خدماتي ادارو سره د همکارۍ او د میلیونونو اربعیني زائرانو لپاره د مناسبو خدمتونو د برابرولو چارې ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا اقدام د یوې هر اړخیزې خدماتي طرحې په چوکاټ کې او د حکومتي، امنیتي او خدماتي ادارو په همغږۍ ترسره کېږي. موخه ئې د زائرانو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول، د کربلا د ولایت د هڅو ملاتړ او د امام حسین (ع) د اربعین د زیارت د مراسمو بریالی ترسره کېدل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4364544

captcha