IQNA

د اسلامی هیوادونو ولسونو د اسپانیا د اتلوالۍ تود هرکلی وکړ

15:15 - July 21, 2026
د خبر لمبر: 3493054
نړیوال جام او حقیقت
ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام  کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو  او د فلسطین  او د مظلومانو درستو ملاتړو  له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.

یکنانیوز  د اسلام سیټي له قوله راپور راکړی، د ۲۰۲۶ فټبال نړیوال جام په پاي لوبې کې  پر ارژنټاین  د اسپانیا  بریالیتوب  نه یوازې د یوې سپورټي بریا په توګه  د توجه وړ دی، بلکې د  په درستې نړئ کې به د میلیونونو پلویانو لپاره  د اخلاقي اهمیّت له پلوه هم  په یادګار پاتې شي.

په درستې اسلامی نړئ کې  ډيری پلویانو ئې  د فلسطین د مقاومت او د اسرائيلو د جنایتونو د محکومولو په باب  د اسپانیا د اصولي دریځ په دلیل  له دغه هیواده ملاتړ وکړ. اسپانیا رسما د ۲۰۲۴کال  په مئ میاشت کې  فلسطین هیواد په رسمیت وپيژند او په کرتو ئې  د نړیوالو قوانینو د احترام ، د انسان دوستۍ  دم لاتړ او د سولې غوښته  کړې ده. د  اسپانیا  دریځ دغه هیواد  له نورو ډيرو اروپائي هیوادونو څخه په اوڅاره توګه بیّل کړ او د مسلمانانو پّ  اکثریّت سره  په هیوادونو کې ئې پراخې قدرونې او ستاینې  راپورته کړې.

 پّ دغو  نړیوالو سیالیو کې د اسپانیا  په بریالیتوب سره ،  په درستې جنوبی آسیا، شمالی افریقا ااو مینځني ختیځ کې  له لاروخا څخه ملاتړ  له دې لازیات شو.  د ډيرو لپاره  د اسپانیا هڅول  یوازې له فټبال سره اړوند نه وو. دغه چاره همداراز  د یوه هغه هیواد د قدردانئ اوستاینې لپاره یوه  لاره وه چې  د دوي په اند  د فلسطینیانو د  حقوقو او کرامت لپاره ئې  په څرګندو دریځو او  خبرو سره خپل شجاعت او جرائت نندارې ته وړاندې کړی ؤ.

ناروې هم وښودله چې فټبال څرنګه  د انسان دوستئ له مسئولیّت سره اړوندکیدلی شي. دناروې د فټبال فیډریشن  د صهیونیسټ رژيم  په مقابل کې د نړیوال جام  له مقدماتي سیالۍ مخکې  وئيلي وو چې ددغې سیالۍ  عواید به   د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې له لارې  په غزې کې  انسان دوستۍ  مرستو ته ډالۍ شي. د فیډریشن  چارواکو وئيلي  چې د عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو  د کړاؤ  په نسبت هیڅکله هم بې پروا نشي پاتیکیدلی.

سپورټس باید خلک  په سیاسی، کلتوري اودیني کرښو کې سره متحد کړي. پر دې اساس ،له کازابلانکا رانیولې تر کوالالامپور پورې  د پلویانو لپاره  د اسپانیا اتلوالي  د فټ بال د  ترټولو لوي جام  له پورته کولو څخه  لازیات بل شی ؤ . دوي نه یوازې  له یوه استثنائي ټيم څخه ،بلکې  له هغه ملته چې د فلسطین په رسمیّت  د پيژندنې او د  دعدالت  ملاتړ  ئې د فټ بال  له ټاټوبی  ورآخوا احترام ترلاسه کړی قدرونه اوستاینه شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4365049

captcha